پاکستان کې بمي چاودنې شپږ کسان وژلي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوه بمي چاودنه شوې، چې د چارواکو په وینا له کبله یې شپږ کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي.
چاودنه تېره شپه د مهاجرو قومي غورځنګ( ایم کیو ایم ) یوه ځايي دفتر ته نژدې نصرت بوټو کالوني سیمه کې شوې.
د ځايي روغتون مسوولینو تایید کړه، چې دوی ته د پنځو وژل شویو کسانو جسدونه او د یوه وژل شوي یوازې سر ور وړل شوي دي.
د کراچۍ پولیسو مشر ظفر عباس بخاري په وینا چاودېدونکي مواد په یوه موټر سایکل کې ایښي و، چې د ایم کیو ایم د دفتر مخې ته ولاړ و.
له دې مخکې پولیسو د یوه ګاډي په باره کې شک څرګنداوه.
دبمونو شنډولو فعالانو هم تایید کړه، چې بم په موټرسایکل کې اېښی و.
د دوی په وینا چاودنه کې له څلورو تر پنځو کلو پورې باروت کارول شوي.
له دې پېښې دوې ورځې مخکې هم د یاد ګوند پر یوه ځايي دفتر بمي برید شوی، چې پنځه کسان په کې وژل شوي وو.
له هغې پېښې وروسته د ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین له خپلو ملګرو وغوښتل، چې ټول ټاکنیز دفترونه وتړي.
وسله والو پاکستاني طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی.
ایم کیو ایم ګوند پر خپل یوه دفتر د بمي برید پر ضد د احتجاج په توګه سند ایالت کې د جمعې ورځ د اعتصاب کولو اعلان کړی. د یاد ګوند مسوولینو له ښاریانو غوښتي، چې په دغه ورځ خپل کاروبار وتړي او له ښاري ټرانسپورټه یې غوښتي، چې ګاډي ونه چلوي.








