د مصر پوځ مشر د احتجاجونو غږ کړی

د مصر پوځ مشر د جمعې پر ورځ د لاريونونو غږ کړی چې ځواکونو ته يې د "تاوتريخوالي او ممکنې ترهګرۍ" د مقابلې واک ورکړي.
جنرال عبد االفتاح السيسي وويل دی د عامه نارامۍ نه بلکې د ملي روغې جوړې غوښتونکی دی.
د محمد مرسي پلويان د پوځ مداخلې پر وړاندې، چې دی يې د جولای پر ۳ مه د مصر ولسمشر په توګه له واکه لرې کړ، پرله پسې لاريونونه کوي.
خو اخوان المسلمين د جنرال سيسي غوښتنه رد کړې، او يو "ګواښ" يې بللی دی.
د اخوان المسلمين د سياسي څانګې ازادۍ او عدالت ګوند مرستيال مشر عصام العريان وويل: "ستا ګواښ به مليونونه وګړي له غونډو ونه دروي."
ده جنرال سيسي د "کودتا يو مشر" وباله چې په وينا يې "ښځې، ماشومان او هغوی وژني چې پر لمانځه ولاړ وي".
پوځ "يو موټی" دی
د پوځي فراغت مراسمو کې د يوې وينا پر مهال چې پر دولتي ټلوزيون خپرېده، جنرال سيسي وويل: "زه خلک هڅوم چې دا راتلونکې جمعه سړکونو ته ووځي، چې خپل هوډ ثابت کړي، او ما، پوځ، او پوليسو ته د دې واک راکړي چې د شوني تاوتريخوالي او ترهګرۍ مقابله وکړو."
جنرال سيسي چې په نوي حکومت کې د دفاع وزير هم دی، د پوځ دننه د توپيرونو او درزونو په اړه ګونګوسي رد کړل. ده وويل "په خدای قسم کوم چې پوځ يو موټی دی".
د روان جولای لومړيو کې د مرسي لرې کولو کې د پوځ مداخلې ته په اشارې سره جنرال سيسي وويل: "پخوانی ولسمشر مې وهڅاوه چې د ټولو مصريانو ولسمشر شي".
ده د ۲۰۱۲ کال ولسمشرۍ ټاکنو يادونه کې چې ښاغلی مرسي يې ترڅ کې بريالی شو، وويل اسلامپاليو ته يې د دې سلا ورکړې وه چې ولسمشرۍ ته کوم کانديد وړاندې نه کړي، خو په وينا يې دوی يې غوښتنې ته غوږ ونه نيو.








