بنګله دېش علي احسن مجاهد په مرګ محکوم کړ

بنګله دېش کې د جنګي جرمونو ځانګړې څېړونکې محکمې د توندلارو یو مخکښ مشر علي احسن محمد مجاهد د جنګي جرمونو په تور په مرګ محکوم کړی دی.
علي احسن محمد مجاهد له پاکستانه د بنګله دېش د خپلواکۍ پرمهال په جنګي جرمونو تورن شوی.
مجاهد د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند یو مهم غړی دی، چې د وژنو او ځورونو تورونه هم پرې لګېدلي.
د بنګله دېش ځانګړې محکمې ویلي، چې علي احسن محمد مجاهد د یوې اورپکې ډلې مشري کړې ده، او د خپلواکۍ د ملاتړو ډلو مشرانو او روڼ اندو په وژنې تورن دی.
وړاندې، یو بل اسلامپالی مشر غلام اعظم په ۹۰ کاله زندان محکوم شوی و.
د تېرې سې شنبې په ورځ د اعظم زرګونه پلویان او مخالفان د پلازمېنې ډاکې واټونو ته راوتلي وو، چې پلویان یې له پولیسو سره کېوتل او لږترلږه دوه مظاهره کوونکي ووژل شول.
د روان کال له جنورۍ راهیسې، د بنګله دېش د اسلامپالو مشرانو پرضد تر پرېکړو اورولو وروسته په تاوتریخوالو کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي.
د اسلامي جماعت ډله پر بنګله دېشي چارواکو تور پورې کوي، چې د دغې ځانګړې محکمې په جوړولو سره خپلو سیاسي اهدافو ته ځانونه نژدې کوي.
د بشري حقونو ډلې وايي، د دغو تورنو ارزوونکې ځانګړې محکمې نړیوال قوانین او اجرآت نه دي مراعات کړي.
د بنګله دېش چارواکي وايي، د ۱۹۷۱ کال په هغه جګړه کې نژدې درې نیم میلیون بنګله دېشيان ووژل شول، چې پایله یې له پاکستانه د بنګله دېش په خپلواکۍ اخیستو تمامه شوه.
خو څېړونکي بیا د وژل شویو شمېر ۵۰۰ زره کسان ښيي.
مجاهد په ۱۹۷۱ کال د محصلینو د یوه خوځښت مشر و، چې د یوه پیاوړي پاکستان ملاتړ یې کاوه.
د بنګله دېش تر خپلواکۍ وروسته هغه یو څه موده پټ و، خو کله چې په ۱۹۷۷ کال جنرال ضیاء الرحمن د یوې پوځي کودتا له لارې واک ته ورسېد، مجاهد بېرته سیاسي ډګر ته راووت.








