په بنګله دیش کې د مخالف ګوند مرستیال په مرګ محکوم شو
په بنګله دیش کې یوې محکمې د دغه هېواد د تر ټولو ستر مخالف اسلامي ګوند جماعت اسلامي یو مخکښ مشر د جنګي جرمونو په تور په اعدام محکوم کړ.
محمد قمرالزمان په ۱۹۷۱ کال کې د خپلواکې د جګړې پرمهال د شکنجې او ډله ییزې وژنو له اوو نه په پنځو تورونو مجرم وپیژندل شوی.
ښاغلی قمر الزمان څلورم تن دی چې په پلازمېنه ډاکه کې د محکمې له خوا محکومېږي.
سږ کال له ۱۰۰ ډېر کسان د محکمې د دغو حکمونو په اعتراض مظاهرو کې وژل شوي دي.




