بنګله دېش کې پولیسو دوه مظاهره کوونکي وژلي

د بنګله دېش په جنوب لوېدیځ کې د عمومي اعتراضونو پر مهال د نښتو په پایله کې پولیسو دوه مظاهره چیان په ډزو ووژل.

دا مظاهرې د جماعت اسلامي په نوم یوې اسلامپالې ډلې له خوا تنظیم شوې وې.

دوی په جنګي جرمونو د خپل مشر د محکومېدو په وړاندې اعتراضونه کول.

پولیس وایي دوی هغه مهال پر مظاهره چیانو ډزې وکړې چې هغوی ګډوډۍ پیل کړه او پر یوه پولیس یې برید وکړ.

نوي کلن اسلامپالی مشر غلام اعظم په ۱۹۷۱ کال کې له پاکستانه د خپلواکۍ د اخیستلو پرمهال د وژنو او ځورونو په ګډون په یو شمېر جنګي جرمونو تورن دی.