بنګله دېش کې د وژل شویو شمېر ۷۰۰ ته ورسېد

بنګله دېش کې چارواکي وايي پلازمېنه ډاکه کې تېره اونۍ د نړیدلې ودانۍ د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰۰ کسانو ته ورسېد.
د نړېدلې ودانۍ له خاورو خځلو لاندې د شته جسدونو را ایستلو په چارو بوختو کسانو منلې، چې نور جسدونه یې را ایستلي او د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰۰ ته رسېدلی.
رانا پلازا نومې ودانۍ کې د جامو جوړولو پنځه کارځایونه وو. دغه پېښه د بنګله دېش په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ صنعتي پېښه بلله کېږي.
ویل کېږي، چې له نړېدو یوه ورځ مخګې د یادې ودانۍ کې د ورانېدو نښې نښانې لیدل شوې وې، خو په دې کارځایونو کې په کار بوختو کسانو ته ویل شوي وو، چې خپل کار ته دوام ورکړي.
د ودانۍ له کنډوالې د مړو شویو خلکو د رایستلو پرمهال پولیسو وویل، د ودانۍ یو انجنیر او د فابریکې مشر یې نیولي دي.
دغه انجنیر پخپله دنده کې په بې غورۍ تورن شوی دی.
له دې مخکې په بنګله دېش کې د یادې کارخانې مالک ونیول شو چې. پولیسو هغه مهال وویل، محمد سهیل رانا چې د دې پېښې راهیسې په تېښته کې وو د هند د لوېدیځ بنګال سره پولې ته نژدې ونیول شو.
په بنګلادیش کې د ودانیو نړېدل څه نوې خبره نه. دلته ډېرې پوړیزې وادنۍ له مقرراتو سره سمې نه دي جوړې شوې.
په تېر نومبر کې د ډاکې د کالیو جوړولو په یوه فابریکه کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۱۱۰ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.








