د چين ولسمشر له امريکايي چارواکو سره غږېږي

د چين ولسمشر شي جېن پنګ د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره په سرمشريزه کې د خبرو لپاره کاليفورنيا ته رسېدلی دی.
دا له هغه وروسته چې ښاغلی شي په مارچ مياشت کې د ولسمشر په توګه ټاکل شوی، د دواړو مشرانو ترمنځ لومړۍ شخصي لېدنه ده.
دغې غير رسمي ناستې ته د یوه چانس په سترګه کتل کېږي، چې د نړۍ ستر اقتصادونه به په کې د لوړې کچې د موضوعاتو د حل په اړه خبرې وکړي.
تمه ده چې انټرنټي بريدونه به د دغو خبرو د سر سر موضوع وي او د شمالي کوريا، په اسيا کې امنيت او سوداګري به يې نورې مهمې موضوعګانې وي.
د امريکا قانون جوړوونکو او د بشري حقونو ډلو دغه راز پر ولسمشر اوباما غږ کړی چې له چينايي مشر نه د سولې د نوبل جايزې د ګټونکي ليو ژيابو په ګډون د لوړې کچې ۱۶ بنديانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړي.
دغه سرمشريزه به د موجاو صحرا په سني لنډز کې د جمعې ورځې په ماسپښين جوړه شي او دواړه مشران به د ماخستن ډوډۍ يو ځای سره وخوري.
ولسمشر اوباما او د هغه چينايي سيال به نورې خبرې د شنبې په ورځ وکړي.
دغلته د بي بي سي خبريال وايي تمه ده چې د جمعې په ورځ دواړه مشران رسمي پروتوکول او بحثونه وکړي.
دی وايي شي جېن پينګ له مخکني ولسمشر هو جن تاو نه چې بړوس و، ډېر ارام برېښي








