چین د تقلبي غوښې ۹۰۰ کاروباریان نیولي
د چين حکومتي رسنۍ وايي په وروستيو دريو مياشتو کې له ۹۰۰ زيات کسان د تقلبي او فاسدې غوښې د خرڅولو په تړاو نيول شوي دي.
حکومتي ادارې وايي په دغه موده کې يې له شل زره ټنه زياته دا وړ غوښنه قبضه کړې ده.
دغه ادارې زياتوي په يوه قضيه کې تورنو کسانو د پسه د غوښې پر ځای د ګېدړو، سګ لاهو او مږو غوښتې له کيمياوي تعامل وروسته جعل کړې وې.
اوس په چين کې د خوړو مصوونيت په يوه اندېښنه اووښتی دی.
په ۲۰۰۸ کال کې د هغو شيدو له خوړلو وروسته سلګونه زره چينايي ماشومان ناروغان شول چې په نورو پوډرو ککړې شوې وې.




