چین او هند له شخړمنې هیمالیا پوځيان وباسي
چين او هند د خپلو ترينګلو اړيکو د هواري په موخه د هماليا له سيمې د خپلو ځواکونو وېستل پيل کړي دي.
هندي چارواکي وايي دواړه غاړې د يکشنبې په ورځ يوې ګډې موافقې ته ورسېدل چې د سرحدي قومندانانو ترمنځ وشوه.
هند درې اوونۍ وړاندې چينايي ځواکونه د هېواد په ختيځو پولو کې هندي لوري ته په اووښتو او د دغه هېواد په خاوره کې شل کيلومتره دننه د يوه کمپ په جوړولو تورن کړل.
خو چين له خپله لوري دا ډول خوځښتونه رد کړي دي.
دواړو هېوادونو په ۱۹۶۲ کې د پولو پر سر جګړه وکړه چې د هند په ماتې پای ته ورسېده.




