د چین لومړی وزیر هند ته سفر کوي

د هند او چین تر منځ د پولې په اوږدو کې له لانجې او د یپلوماتیکو ناندریو څو وروځې وروسته د چین لومړی وزیر لي کي چیانګ د یکشنبې په ورځ د دریو ورځو لپاره هند ته سفر کوي.
مارچ میاشت کې چین کې له نوي حکومت رامنځ ته کېدو وروسته بهر ته د چین د لومړي وزیر دا لومړی سفر دی.
د چین لومړی وزیر به د هند ډیلي او ممبۍ ښارونو ته سفر وکړي.
تمه کېږي، چې هند ته به د لومړي وزیر لي کي چیکانګ د سفر پر مهال د هند او چین تر منځ د پولې پر سر ناندریو اړوند بحث وشي، چې له اوږدې مودې راهیسې دوام لري.
سر بېره پر دې به د دواړو هېوادونو تر منځ د خپل منځي تجارت د ودې او پراختیا په باب هم خبرې وشي.
د یادونې ده، چې د چین له لومړي وزیر سره یو لوی سوداګریز پلاوی هم ملګری دی.
چینايي پلاوی به د لومړي وزیر په مشرتابه ممبۍ کې د هند تر ټولو لوی سوفټ ویر صادرونکي شرکت ټاټا كنسلټینسي سروسز مرکزي دفتر ته هم لاړ شي.
تېر کې هند ته د چینايي مشرانو د سفر پر مهال تبتي کډوالو مظاهرې کړې.
د چین لومړی وزیر به هند ته د سفر پر مهال د هندي ډاکټر دوارکانات کوټنس له خپلوانو سره هم وویني، چې ۱۹۳۸ کال یې د چین او جاپان تر منځ د جګړې پر مهال د چینايي پوځیانو درملنه کوله.
چین کې د نړیوال څېړنیز مرکز وکټرګاوزیکايي د هند له پي ټي ای خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، چې چین د روسیي په ګډون له خپلو دیارلسو یا څوارلسو ګاونډیو هېوادونو سره د پولو اړوند مسایل حل کړي، خو هند یوازینی هېواد دی، چې چین ورسره تر اوسه دغه مساله نه ده حل کړې.

د پي ټي اي په رپوټ کې د ښاغلي ګاووزیکايي له قوله ویل شوي، چې دواړه هېوادونه باوري دي، چې د هند او چین تر منځ سرحدي لانجه د برتانوي واکمنۍ د مهال ستونزه ده.
د نوموړي په خبره اوسمهال دې لړ کې د ناڅاپي اقداماتو تمه نه کېږي، خو هغه تمه وښوده، چې په دې باب به د دواړو هېوادونو تر منځ د خبرو لړۍ دوام وکړي.
د پي ټي ای رپوټ کې ویل شوي، چې وکټر ګاوو د چین بدلونکي مشر ډینګ ژاو پنګ ویاندي کړي او د ډېر نفوذ څښتن بلل کېږي.
د نوموړي په وینا د دواړو هېوادونو تر منځ د انرژۍ او ریل سیکتور په برخه کې د همکاري پراخ امکانات شته.
بل لور ته هند ته د چین د لومړي وزیر له سفره یوه ورځ مخکې مظاهرې وشوې.
دغه مظاهرې د کیڼ اړخه ملت پالو هندي محصلینو سازمان اکھل بھارتیه ودیارتھي پرېشد په ملاتړ تر سره شوې.
هند کې مېشت تبتي کډوال هم هند ته د چین د لومړي وزیر د سفر مخالفت کوي، دوی هم د جمعې په ورځ ډيلي کې احتجاجي مظاهره کړې.








