د هند د بهرنیو چارو وزیر چین ته دوه ورځنۍ سفر پیل کړ

د هند د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید دوه ورځې وروسته له هغه چین ته خپل دوه ورځنی سفر پیل کړ چې دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي لانجمنو سیمو پر سر شخړه هواره شوه.

په پام کې ده چې ښاغلی خورشید له خپل چینايي سیال ونګ يي سره وګوري او تمه کېږي چې د دواړو ترمنځ خبرې به په سرحدي سیمو کې پر وروستیو شخړو او دواړو هېوادونو ترمنځ چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر نفوس لري پر سوداګریزو اړیکو متمرکزې وي.

تېرکال د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ سوداګري نږدې ۷۰ ملیارده ډالرو ته ورسېده خو هند وايي له چین سره په سوداګرۍ کې یې کسر ستره ستونزه ده.