بنګله دېش تر کنډوالې لاندې کسان لټوي

د بنګله دېش پلازمېنې ډاکې ته څېرمه یوه اته پوړیزه ودانۍ نړېدلې، چې لږترلږه ۱۶۰ کسان په کې وژل شوي او تر سلګونه نور تر کنډوالې لاندې دي.
د ژغورنې ډله د لاندې شویو کسانو راویستلو لپاره خپلې ځلې پیل کړي دی. له دوی سره مرستې لپاره پوځ هم راغلی.
راپور وايي، چې ودانۍ کې یو مارکیټ، د کالیو دکانونه او نورسوداګریز ځایونه وو.
په یوه راپور کې ویلي شوي چې یوازې تر ځمکې لاندې (تاکاو) سم پاتې دی.
یو شمېر کسان د خپلو دوستانو او خپلوانو لټولو لپاره د ودانۍ مخې ته را ټول شوي دي.
د ډاکه یوه اوسیدونکي تحسین محمود بي بي سي ته وویل چې دغه پېښه داسې ښکاره کېده لکه د جنګ په سیمه کې چې یاست. هغه
زیاته کړه چې د وینې ورړې لپاره پر اوسیدونکو د مرستې غږ شوی.
د اور وژنې یوه چارواکي ایم ډي جیبون میا اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې "نه پوهېږو چې د ودانۍ د ننه څومره کسان وو، خو شاید ډېر کسان وي".
د اور وژنې د ادارې یوه مشر عبدالبشر ویلي "موږ درې ژوبل شوي تداوي کړل، ې دوې په کې ښځې وې".

د انعام میډیکل کالج په نامه د یوه خصوصي کلینیک چارواکو اې ایف پي ته ویلي، چې دوی ته ۳۵ ژوبل شوي کسان ور وړل شوي دي.
د سیمه ییزو پولیسو مشر محمد اسدالزمان ویلي، چې وضعیت ناوریني ښکاري، ځکه چې د لږترلږه ۱۰۰ کسانو د لاندې کېدو وېره ده.
په بنګلادیش کې د ودانیو نړېدل څه نوې خبره نه. دلته ډېرې پوړیزې وادنۍ له مقرراتو سره سمې نه دي جوړې شوي.
په تېر نومبر کې د ډاکې د کالیو جوړولو په یوه فابریکه کې د اور لګېدو له کبله لږترلږه ۱۱۰ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.








