شیخ حسینه: نوی قانون جوړولو ته اړتیا نه لرو

د بنګله دېش لومړۍ وزیرې خپل هېواد کې مذهب ته د سپکاوي اړوند نوي قانون جوړولو په اړه د غوښتنو په ځواب کې ویلي ، د هېواد اوسني قوانین کافي دي او حکومت يې نه غواړي اوسنیو قوانینو کې کوم بدلون راولي.
بنګله دېش کې مذهبي ګوندونه مذهب ته د سپکاوي اړوند قانون کې بدلون غواړي. د دې غوښتنو تر شا د یوه شمېر بلاګرانو له لوري مذهب ته د سپکاوي کولو ادعا ده.
د لومړۍ وزیرې شیخ حسینه واجد په وینا. "بنګله دېش یو سیکولر جمهوري هېواد دی او له همدې امله د هرمذهب پالونکي کسان کولای شي خپل عبادت وکړي، خو د نورو مذهبي عقایدو ته سپکاوي ناوړه کار دی. هو! دوی د توهین رسالت په قانون کې د بدلون غوښته کړې، خو موږ داسې هېڅ هوډ نه لرو، موږ له مخکې قانون لرو او اوسمهال په کې بدلون کولو ته هېڅ اړتیا نه شته."
کله چې له هغې پوښتنه وشوه، ایا تاسې د مذهبي ګوندونو غوښتنه ردوﺉ؟
نو هغې وویل" خبره د رد او تایید نه ده، بلکې اصلاً موږ اوس دې ته اړتیا نه لرو. موږ به د دې غوښتنې په اړه غور وکړو او که کومه داسې غوښتنه وي، چې غوره وي، نو موږ به پرې غور وکړو او هغه غوښتنې، چې د هېواد او خلکو په ګټه نه دي، زموږ لپاره د منلو وړ نه دي."
د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا یو شمېر بلاګ لیکونکي د مذهبي ګوندونو د فشار له امله نه دي، نیول شوي؟
شیخ حسینه واجد وویل، په دې هېواد کې یو قانون شته، چې له مخې یې مذهب ته سپکاوي کوونکي نیول کېدای شي، خو موږ یوه کمیټۍ ټاکلې، چې دغه موضوع وڅېړي.
شیخ حسینه واجد دغه څرګندونې پلازمېنه ډاکه کې له هغو احتجاجي مظاهرو دوې ورځې وروسته وکړې، چې برخه والو یې مذهب ته د سپکاوي قانون لا سختولو غوښتنه کوله.
یوه لور ته د بنګله دېش اسلام پال ګوندونه غواړي، چې حکومت مذهب ته سپکاوي کونکو ته د مرګ د سزا په شمول سختې سزا ګانې ورکړي او بل لور ته منځلاري کسان پر حکومت نیوکه کوي، چې د اسلام پالو د فشار په وړاندې ناتواني څرګندوي.
مذهبي ګوندونو ویلي، چې د لومړۍ وزیرې له څرګندونو اورېدو وروسته مایوسه شوي دي، ځکه د دوی په وینا هغې په هېواد کې مذهب ته د سپکاوي اړوند نوي قانون جوړېدل رد کړي دي.
د بنګله دیش په پلازمېنه ډاکه کې دوې ورځې مخکې اسلام پالو اسلام ته د (سپکاوي) کوونکو بلاګ لیکونکو پر ضد مظاهرې وکړې او له حکومته یې وغوښتل، چې دې کسانو ته سختې سزاګانې ورکړي.








