چین د نړۍ تر ټولو تیز کمپویټر جوړوي

په چین کې لوی کمپیوټر
د عکس تشریح، د کمپیوټر ډېټا (مالومات) په ۱۰۳ لویو زېرمو کې ساتل کېږي، چې د سړولو یو ډېر لوی ماشین هم ورته لګول شوی، چې ټولټال وزن یې ۱۵۵ ټنو ته رسېږي.

چین ویلي دا مهال د هغو لویو کمپیوټرونو په جوړولو بوخت دی، چې په ګرده نړۍ کې به چټک کمپیوټرونه وي. دغه (سوپر کمپیوټر) به په یوه ثانیه کې تر ۲.۵ زره تریلیون ډېر حسابي عملیې ترسره کوي.

د دغه کمپیوټر په جوړولو کې له ۷۰۰۰ انځور لرونکي ګرافیک او د انټل کمپنۍ تر ۱۴ ډېرې پرزې پکې لګول شوې دي.

دغه نوی کمپیوټر تیانهي – ون اې یا (Tianhe_1A) ډول لري، چې چین به په خپلو دفاعي چاروا کې ډېره ګټه ترې اخلي.

چین ویلي چې دا په په ګرده نړۍ کې چټک کمپیوټر وي.

د کمپیوټرونو سیالي

چین داسې مهال د تیانهي – وان اې کمپیوټر جوړولو اعلان وکړ، چې وړاندې امریکا د اکس ټي فایف جاکوار یا (XTV Jaguar) کمپیوټر جوړولو هوډ کړی و.

دغه کمپیوټر د امریکا د ټینيسي ایالت د اوک ریدګ په ملي ازمایښتځي کې اېښودل شوی.

دغه امریکايي کمپیوټر په یوه ثانیه کې ۱.۷۵ بیټافلوپس یا (petaflops) ترسره کولی شي، یانې په یوه ثانیه کې ۱۷۵ زره تریلیونه حسابي عملیې اجرا کولی شي.

د ټينيسي پوهنتون پروفیسور جاک دونجارا، چې د تیزو کمپیوټرونو د جوړولو یو مسلکي دی، وايي چې د چین لخوا د دغه چټک کمپیوټر جوړولو قانوني مشروعیت لري.

پروفیسور دونجارا له بي بي سي سره په مرکه د چین د دغه اعلان په اړه وویل: "دا ټول سم دي، تېره اوونۍ زه په چین کې وم، له کمپیوټر پوهانو سره مې خبرې وکړې او سوپر کمپیوټر مې پخپلو سترګو ولید."

او د دغه نوي کمپیوټر په اړه یې وویل: "غواړم ووایم چې د اوک ریدګ په ملي ازمایښتي کې د چټک کمپیوټر پرتله دغه نوی کمپیوټر ۵۷ ځلې تیز دی."

د کمپیوټر چالانول

د چین حکومت د دغه نوی کمپیوټر د دغه هېواد په تیانجین ښار کې د چین د ملي حسابدارۍ په مرکز کې چالان کړی دی، چې دا مهال ترې د هوا د حالاتو او د سمندري نفتو د کچې د مالومولو کار اخیستل کېږي.

د کمپیوټر ډېټا (مالومات) په ۱۰۳ لویو زېرمو کې ساتل کېږي، چې د سړولو یو ډېر لوی ماشین هم ورته لګول شوی، چې ټولټال وزن یې ۱۵۵ ټنو ته رسېږي.

رپوټونه وايي د دغه نوي کمپیوټر لګښت د انوېډیا او انټل شرکتونو پر غاړه د، چې ۸۸ میلیون ډالرو ته رسېږي.