د ښځو فوټبال نړیوال جام له سیالیو څو ساعته مخکې اکلنډ کې د ډزو خونړۍ پېښه شوې

د ویډیو تشریح، پولیس د اکلنډ مرکزي برخه کې د پېښې ځای ته په چټکۍ ورسېدل.
    • Author, په اکلنډ کې نیل جانسن او په لندن کې ایملي مکګاروې
    • دنده, بي بي سي سپورت او بي بي سي نیوز

د نیوزلنډ د اکلنډ ښار په مرکزي برخه کې داسې حال کې د ډزو پېښه کې دوه کسان وژل شوي، چې څو ساعته وروسته دلته د ښځو فوټبال نړیوال جام پرانیستې مراسم ترسره کېږي.

پېښه د ښار په مرکزي سوداګریزه برخه کې رامنځته شوې او د پولیسو په ګډون دې پېښه کې شپږ کسان ټپیان شوي دي. په دې پېښه کې وسله وال بریدګر وژل شوی دی.

د نیوزلنډ لومړی وزیر کریس هپکنس وايي، مسوولین د دې برید په تړاو د ترهګرۍ پېښې په توګه پلټنې نه کوي. نوموړي دغه راز ویلي، د لوبو سیالۍ به له پلان سره سم مخکې ځي.

د نوموړي په وینا خلکو ته ډاډ ورکوي چې خطر له منځه تللی او پر کوئن واټ له دې پېښې وروسته اوس کوم خطر نه شته. لومړی وزیر وايي، د پېښې په تړاو هېڅ کومه انګېزه یا ایډیالوژیک تړاو مخې ته نه دی راغلی.

ښاغلي هپکنس دغه راز د نیوزلنډ پولیس ''له زړورو ښځینه او نارینه کارکوونکو مننه وکړه، چې د ډزو پېښې ته یې ورودانګل او د نورو ژوند خوندیتوب لپاره یې ځان له خطر سره مخامخ کړ. ''

نوموړي زیاته کړه: ''داسې وضعیت په چټکۍ سره بدلېږي او د هغو کسانو فعالیت چې د نورو خوندي کولو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخامخوي، له اتلولۍ کم نه دی. ''

بل لور د اکلنډ ښاروال وایني براون وايي، په ښار کې د فوټبال نړیوالې شورا 'فیفا ' ټول مسوولین او د د فوټبال لوبډلو ټولې غړې خوندي دي او هېڅ زیان نه دی ورته رسېدلی.

د یادونې ده، چې د ښځو فوټبال نړیوال جام لومړنۍ سیالي به د نیوزلنډ او ناروې تر منځ د اکنلډ ښار په ایډن پارک لوبغالي کې کېږي.

د سپورت وزیر ګرانټ رابرټسن ویلي، د امنیت ډاډمنتیا لپاره به د سیالیو په سیمه کې اضافي پولیس ځای پر ځای شي. نیوزلنډ او اسټرالیا په شریکه د ښځو فیفا نړیوال فوټبال جام نهمو سیالیو کوربتوب کوي.

پولیس وايي، دوی ته معلومات ورسېدل، چې یو سړی په یوه داسې ودانۍ کې چې رغاول کېږي، له وسلې سره ګرځي او ډزې کوي. پولیس سملاسي د پېښې ځای ته ورسېدل او پر بریدګر یې ډزې پیل کړې. د پولیسو په وینا وروسته بریدګر نورې ډزې هم وکړې او وروسته مړ وموندل شو.