د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالۍ

د ویډیو تشریح، د ښځو فوټبال نړیوال جام سیالۍ

د ښځو د فوټبال نړيوال جام نن شپه په فرانسه کې پيليږي. لومړنۍ لوبه د کوربنې لوبډلې او سويلي کوريا ترمنځ په پاريس کې کېدونکې ده. د تېرو اتلوليو اتله لوبډله امريکا ده. هغوى به د سه شنبې په ورځ خپله لومړنۍ لوبه کوي. په ٢٠١٥ کال کې د نړيوال جام پايلوبه د امريکا او جاپان ترمنځ شوې وه. هغه لوبه په امريکا کې د فوټبال لوبې د نندارچيانو له پلوه تر ټولو ډېره ليدل شوې سيالي وه. دلته د سويلي افريقا د يوې لوبغاړې کيسه لرو.