د نیوزلنډ اسمان رنګینو رڼاګانو ونیو

    • Author, جویل ګوینتو
    • دنده, بي بي سي

سویلي شغلې یا قطبي اسټرالیايي شفق رنګونه سږکال په نیوزلنډ کې خورا څرګندې لیدل شوې.

د دې زرغونو او ګلابي شفق رنګونو لپاره د دې رڼاګانو ځینې مینه وال کرۍ شپه وېښه تېره کړه.

د نیوزلنډ کوینزلنډ سیمې د غره پر سر د رنګین شفق رنګونو صحنه

د عکس سرچینه، THANH NGUYEN

د عکس تشریح، د نیوزلنډ کوینزلنډ سیمې د غره پر سر د رنګین شفق رنګونو صحنه

د دې منظر یوه نسبتاً نوي مینه وال ریچارډ ژینګ خو د دونیدن برایټون پر سمندر غاړه د همدې صحنې لیدو او تصویرونو اخیستو لپاره کېږدۍ وهلې وه. دی وايي، د تېر کال پرتله سږ کال د دې رڼاګانو څرګندوالی لا پسې زیات شوی دی. ده بي بي سي ته په دې هکله وویل: ''د داسې صحنې په لیدو ټولې ستړې، ستونزې درنه هېرې شي او د طبیعت پر وړاندې د انسان په ناتوانۍ افسوس کوې.

ښاغلي ژینګ د مارچ میاشتې پر ۲۴ مه د نیوزلنډ په سویلي ټاپو کې دا تصویر اخیستی.

د عکس سرچینه، RICHARD ZHENG

د عکس تشریح، ښاغلي ژینګ د مارچ میاشتې پر ۲۴ مه د نیوزلنډ په سویلي ټاپو کې دا تصویر اخیستی.

د سویلي (او شمالي) شغلو دا ستنې په داسې حال کې ترسترګو کېږي چې له انرژۍ ډک ذرات د ځمکې له پاسني چاپېریال سره ټکر کېږي. کله چې بیا دا انرژۍ لرونکي الیکټرونونه په چاپېریال کې له شته ګازونو سره یو ځای کېږي، نو رڼا تولیدوي.

Yellow and orange Southern Lights over Christchurch New Zealand.

د عکس سرچینه، LEN JINGCO

د عکس تشریح، مارچ ۲۸مه د نیوزلنډ کرایسټ چرچ سیمه.

د کال په دې موسم کې معمولاً دا ډول رڼاګانې د اسټرالیا او نیوزلنډ په سویلي سیمو کې لیدل کېږي. تېره جمعه په پراخه کچه دا ډول رڼاګانې ولیدل شوې.

د دې رڼاګانو څارونکي وايي، سږکال د تېر پرتله ډېرې رڼې ځلېدې او د شمال لور ته هم لیدل شوې دي.

Man takes photo of aurora over Selwyn Lake, in New Zealand's Canterbury region

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د نیوزلنډ کنټربري سیمه، د مارچ ۲۴ مه

د نیوزلنډ سویلي ساحلي سیمې ته له کوچېدو وروسته ډان ډیرکس وايي، له لومړي سره یې تمه وه، چې د دې رڼاګانو څرک به وویني او په خبره یې: ''په خپله کمره کې مې یې تصویرونه خوندي کړل او ارمان مې پوره شو. ''

A pink, red and purple sky lit up by the Aurora Australis over Lake Elleswhere, New Zealand on 24 March

د عکس سرچینه، DAN DIRKS

د عکس تشریح، ښاغلي ډیرکس د نیوزلنډ السویر جیهل له غاړې دا تصویر اخیستی.

په چاپېریال کې د بېلا، بېلو ګازونو شتون د دې رڼاګانو د رنګونو په تشکیل کې مهمه ونډه لري. د بېلګې په ډول په چاپېریال کې د اکسیجن زیاتوالی زرغونه او ژیړ رنګونه زیاتوي، خو د نایټروجن ډېروالی بیا تک سور یا اودي (نیلي) رنګ زیاتوي.

Purple and green lights of the Aurora Australis behind the silhouette of a tree in Strathblane, Tasmania, Australia

د عکس سرچینه، KRISTIE KNIGHT/@KRILLKNIGHT

د عکس تشریح، د مارچ پر ۲۷ د اسټرالیا تسمانیا اسمان یو منظر

که په اسمان کې وریځې نه وي، د طبیعي رنګونو دا ننداره له یوه تر دریو ساعتونو پورې دوام کولای شي، چې معمولاً د شپې له لسو بیا تر دوو بجو پورې دوام کوي.

ساینسپوهان وړاندیز کوي، چې د دې رڼاګانو د تصویر اخیستو لپاره د سمندر غاړې یا غره په یوه داسې ځای کې کېناستل پکار دي چې تیاره پکې ډېره وي.

د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.