تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نیوزلنډ اسمان رنګینو رڼاګانو ونیو
- Author, جویل ګوینتو
- دنده, بي بي سي
سویلي شغلې یا قطبي اسټرالیايي شفق رنګونه سږکال په نیوزلنډ کې خورا څرګندې لیدل شوې.
د دې زرغونو او ګلابي شفق رنګونو لپاره د دې رڼاګانو ځینې مینه وال کرۍ شپه وېښه تېره کړه.
د دې منظر یوه نسبتاً نوي مینه وال ریچارډ ژینګ خو د دونیدن برایټون پر سمندر غاړه د همدې صحنې لیدو او تصویرونو اخیستو لپاره کېږدۍ وهلې وه. دی وايي، د تېر کال پرتله سږ کال د دې رڼاګانو څرګندوالی لا پسې زیات شوی دی. ده بي بي سي ته په دې هکله وویل: ''د داسې صحنې په لیدو ټولې ستړې، ستونزې درنه هېرې شي او د طبیعت پر وړاندې د انسان په ناتوانۍ افسوس کوې.
د سویلي (او شمالي) شغلو دا ستنې په داسې حال کې ترسترګو کېږي چې له انرژۍ ډک ذرات د ځمکې له پاسني چاپېریال سره ټکر کېږي. کله چې بیا دا انرژۍ لرونکي الیکټرونونه په چاپېریال کې له شته ګازونو سره یو ځای کېږي، نو رڼا تولیدوي.
د کال په دې موسم کې معمولاً دا ډول رڼاګانې د اسټرالیا او نیوزلنډ په سویلي سیمو کې لیدل کېږي. تېره جمعه په پراخه کچه دا ډول رڼاګانې ولیدل شوې.
د دې رڼاګانو څارونکي وايي، سږکال د تېر پرتله ډېرې رڼې ځلېدې او د شمال لور ته هم لیدل شوې دي.
د نیوزلنډ سویلي ساحلي سیمې ته له کوچېدو وروسته ډان ډیرکس وايي، له لومړي سره یې تمه وه، چې د دې رڼاګانو څرک به وویني او په خبره یې: ''په خپله کمره کې مې یې تصویرونه خوندي کړل او ارمان مې پوره شو. ''
په چاپېریال کې د بېلا، بېلو ګازونو شتون د دې رڼاګانو د رنګونو په تشکیل کې مهمه ونډه لري. د بېلګې په ډول په چاپېریال کې د اکسیجن زیاتوالی زرغونه او ژیړ رنګونه زیاتوي، خو د نایټروجن ډېروالی بیا تک سور یا اودي (نیلي) رنګ زیاتوي.
که په اسمان کې وریځې نه وي، د طبیعي رنګونو دا ننداره له یوه تر دریو ساعتونو پورې دوام کولای شي، چې معمولاً د شپې له لسو بیا تر دوو بجو پورې دوام کوي.
ساینسپوهان وړاندیز کوي، چې د دې رڼاګانو د تصویر اخیستو لپاره د سمندر غاړې یا غره په یوه داسې ځای کې کېناستل پکار دي چې تیاره پکې ډېره وي.
د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.