تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ساینسپوهان وايي د کهکشان په 'شیدو لار' کې یې داسې پلوشې لیدلې چې ساری نه لري
اسټرالیايي ساینسپوهان وايي، کهشان کې یې داسې ګرځنده څه موندلي چې له دې مخکې یې ساری نه دی لیدل شوی.
دغه څه لومړی ځل یوه محصل موندلی او کله چې ساینسپوهانو پرې غور وکړ، معلومه شوه چې له هرو ۱۸ دقیقو وروسته ترې د پلوشو څپې خپرېږي چې تر یوې دقیقې پورې دوام کوي.
په فضا کې د پلوشو خپرېدل بې ساري چاره نه ده، خو سایسنپوهان وايي، دا ځکه عجیبه ده چې پوره یوې دقیقې پورې له خپرېدو وروسته دا پلوشې بندیږي.
ماهرین وايي، دوی هڅه کوي پرې پوه شي.
په دې هکله لومړی ځل د کرټن پوهنتون یوه محصل ټایرن اوډاهرتي ته معلومه شوه.
ده د لویدیځې اسټرالیا په یوه لېرې پرته سیمه کې د فضايي اجسامو لیدو دوربین تر څنګ یو نوی تخنیک کارولی، چې خپله اختراع یې ده.
ټایرن د ساینسپوهانو له یوې ډلې سره په شریکه څېړنه کوله چې مشري یې د کرټن پوهنتون فضايي طبیعاتو څانګې ډاکترې نتاشا هرلي کوله.
د فضايي څېړنو دا مرکز د ډاکتر نتاشا له قوله وايي:
''دې څو ساعتونو کې موږ ولیدل چې دا پلوشې کله پټې شي او کله ښکاره شي. دا نظاره ډېره غیر عادي وه. زموږ (غوندې) ستورپېژندونکو لپاره دا ځکه یو راز ښکاره شو، چې زموږ په اسمان کې داسې څه تر اوسه نه دي لیدل شوي. ''
ډاکتره نتاشا وايي، د ماهرینو لپاره کایناتو کې داسې رڼاګانې چې بلېږي او مړې کېږي، بې ساري خبره نه ده او دا ډول پلوشې (ټرانزیئنټ) بلل کېږي، خو ډاکتره جیما انډرسن وايي، ''داسې څه مو تر اوسه نه و لیدلي چې پوره یوه دقیقه بلېږي او بیا مړه شي. ''
د یاد پوهنتون څېړنیز مرکز وايي، د تېرو څو کلونو څېړنو له ارزونې وروسته دوی دې پایلې ته رسېدلي چې 'د پلوشو دا نکته له ځمکې نژدې څلور زره لمریز کاله لېرې موقعیت لري، هغه رڼا خورا تېزه ده چې له دې راوځي، او ګرد چاپېره یې یوه خورا پیاوړې مقناطیسي هاله (دایره) غځېدلې ده. '
ماهرین د دې په هکله وايي، کېدای شي نیوټران او یا هم ټیټه ونه لرونک ستوری وي.
د ټیټې ونې ستوري اصطلاح د ستورو هغو ټوټو لپاره کاروول کېږي چې د ستوري په وجود کې دننه د ماتېدو یا ویجاړۍ له کبله رامنځته کېږي. خو ماهرین وايي، تر اوسه پورې د دوی لپاره دا یو راز دی.