تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ۲۰۱۷ کال غوره تصویرونه، چې له ستورو او سپوږمۍ اخیستل شوي دي
د سږکال لپاره د فلکیاتو تصویري سیالۍ کې د ارټیم میرونوف دغه تصویر لومړی ځای ګټلی، چې د د دوړو، غبار وریځې په کې وینو.
ستوري او د ګازونو وریځې
میرونوف دغه تصویر د ستورو او وریځو په کټګوري کې او په ټوله سیالۍ کې لومړی بریالی تصویر بلل شوی دی. دې سره نوموړي د انسایټ اسټرونومر اف د ایر ۲۰۱۷ لپاره هم جایزه وګټله. نوموړي دغه تصویر د افریقا په نیمیبیا کې اخیستی دی. په تصویر کې لیدل کېدونکې وریځې له ځمکې د ۴۰۰ نوري کالونو په واټن کې پرتې دي.
موږ فکر کوو ورځ ۲۴ ساعته ده، خو اصلي دورانیه یې ۲۳ ساعتونه، ۵۶ دقیقې او څلور ثانیې دی، ځکه په همدومره وخت کې ځمکه پر خپل محور راګرځي. دغه تصویر کې همدغه وخت کې د ستورو ګرځیده وینو. ستوري شپې مهال دایرو کې ګرځي. د دغه تصویر لپاره د کمرې شټر پرانیستی پرېښودل شوی او د ستورو خوځښت په کې ثبت شوی دی.د اندراس پراپ دغه تصویر دویم ځای خپل کړ.
قطبي رڼاګانې
د مکایل باټیز دغه تصویر د قطبي رڼاګانو کټګوري کې لومړی ځای وګاټه، چې تېر اکتوبر کې یې ایس لنډ کې اخیستی و.
د قطبي رڼاګانو کټوګرۍ کې دویم ځای د کپل نوریو تصویر ته ورکړل شو، چې د سایبریا ځنګله کې اخیستی دی.
کهکشانونه
اولیګ بریګالوف د خوځنده کهکشان میسییر ۶۳ دغه شاندار تصویر اخیستی دی. د دغه تصویر لپاره نوموړي بلغاریا ته سفر کړی.
براييزاکوف دغه تصویر لپاره له واورو او بارانونو سره مبارزه کړې
برنارډ ملر د این جي سي ۷۳۳۱ نومي دغه کهکشان تصویر اخیستی، چې له ځمکې د څلوېښت میلیونو نوري کلونو په واټن کې موقعیت لري.
زموږ سپوږمۍ
دغه بریالي تصویر کې د سپوږمۍ د سطحې یا غولي منظر وینو. هغه کډي چې دغه تصویر کې یې وینو سل میلیونه کاله لرغوني دي.
دغه کټګوري کې دویم ځای خپلونکی تصویر ډیلپلیکش بوریل اخیستی دی.
زموږ لمر
د ۲۰۱۶ کال د مې میاشتې پر نهمه نېټه عطارد د لمر له مخې تېر شو او الیګزندرا هارت دغه منظره په خپله کمره کې خوندي کړه. عطارد په دغه تصویر کې د یوه تور خال په څېر معلومېږي.
خلک او فضا
د یوري زویزدني دغه تصویر کې خلک وینو چې ارجنټاین کې کهکشان ته ګوري.
دغه کټګوري کې دویم ځای د جوکرت لاسن تصویر ته ورکړل شوی، چې د کالفورنیا په یوسیمیټي ملي پارک کې اخیستی دی.
په تصویر کې لیدل کېدونکي رڼا د یوه غرختونکي ده، چې پر غره خېژي.
راجر بچنسن له زهرې نه په شپږو میاشتو کې اخیستي، چې په کې یې کوچینوالی او لویدل لیدل کېږي.
اسمان
د ژوونګ وو په دغه تصویر کې د چین یوانان ایالت مایلي نومي غره منظر وینو. بودايي مذهب پیروان دا سپيڅلی غر بولي.
تصویرونه د انسایټ ایسټرانومي فوټوګرافر اف د اير