د شیدو لارې هغه انځورونه چې لا لیدل شوي نه وو

دې انځور ته وګورئ، تراوسه به مو د شیدو لار د کهکشان داسې انځورونه لیدلي نه وي.

ستورپوهانو د اسټرالیا لوېدیځه دښته کې دا عکسونه له داسې کهشکان اخیستي چې ژوند پکې کوي.

که د انسانانو سترګو راډیويي څپې لیدلی شوی، نو له هغې منظرې سره مخ کېده چې دې عکس کې یې وینو، چې مورچېسن رادیو تیلیسکوپ اخیستی دی.

کارپوهان وايي، د شیدو لار کهکشان ارزول یوه لوی ځنګل ته د کتلو په مانا دي چې د همدې ځنګل له منځ ورته ګورې.

خو یو توپیر پکې شته او هغه دا چې خنډنۍ یا مزاحمې ونې نه لیدل کېږي او باید ګاز او ګرد ته وګورې.

د کهکشان مرکز څنګه ځای دی؟

ستورپوه ډاکټر ناتاشا هرلي-واکر د دې انځور پنځولو لپاره د اسټرالیا پرت ښار کې د یوه ځواکمن کمپیوټري مرکز په مټ دا انځور اخیستی.

دی وايي، دا انځور له داسې ځای اخستل شوی چې ستورپوهان یې د کهکشان مرکز بولي.

د شیدو لار دې سیمه کې ګرځي.

که تاسو له لمري منظومې د فلکي صورتونو په لور حرکت وکړئ، له ۲۴ زره لمري کلونو وروسته دې ځای ته رسېږئ.