تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د عکسونو البوم: د غورځېدونکو ځلاندو ستورو انځورونه
په سلګونو ستوري د برومو غره پر سر- چې د اندونیزیا د جاوا ختیځ کې بل(فعال) اورشیندی دی- اسمان کې ځلېږي.
په اودمهال کې مرکب شوي انځورونه د مالیزیا عکاس ګري چاو اخیستي چې په جنوب ختیزه اسیا کې د شپې انځورونو اخیستلو پسې وتلی و.
د ویجاړې کښتۍ له پاسه د شیدو لار انځور دی، چې چاو خپل ټاټوبي ترنګونو ته په ستنېدلو کې جنوبي چین سمندرګي ته د کتلو په مهال اخیستی دی.
د مالیزیا د کامرون لوړو کې هم شیدو لار د سبزي د پټي پر سر ښکاري.
شیدو لار یو کهکشان دی، چې ځمکه پکې پرته ده. زموږ لمري نظام د کهکشان یو مارپېچي لاس دی، چې له سل میلیارده ستورو جوړ دی او د اوبو د ګرداب په څېر ښکاري.
دا انځور هم د اندونیزیا د کواه ایجن اورشیدونکې ټولګې دی، هغه هم له لمر ختلو لږ مخکې، چې اورشیندي پکې د ګوګړو سوځېدلو له امله د شنې رڼا سیندونه جوړوي.
چاو وايي، کله یې چې اول ځل د شیدو لار لیده، فکر یې کاوه، د یو فلم ځانګړي ایفېکټونه ویني.
"د ریښتونو شیانو انځورونه مې اخیستلی شول، په شپه کې د اسمان ښکلا ډېره حیرانوونکې وه".
دا بل انځور هم په مالیزیا کې د ټیټو ورېځو د پاسه د بورنیو ټاپو له کنیبلو غونډۍ اخیستل شوی دی.
د کنیبلو غونډۍ یوه بل انځور
چاو وايي، د خپلې کمرې وسایلو سره یې پنځه میله یا اته کیلومتره مزل کړی چې پر سمندر له پاسه نږدې دیارلس نیم زره فوټه یا ۴،۰۹۵ کیلومتره څوکې ته وخېږي.