شمالي کوریا تر اوبو لاندې اټومي ډرون وسله ازمایلې

د عکس سرچینه، EPA
شمالي کوریا ادعا کړې، چې تر اوبو لاندې یې یوه بې پیلوټه الوتکه (ډرون) ازمویلې، چې د "راډیو اکټیف سونامي" رامنځ ته کولی شي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي، د سویلي ولایت هامیونګ په اوبو کې د "پټو وسلو" یوه بله ازموینه تر سره شوه.
نوموړې رسنۍ زیاتوي، ازمویل شوې بې پیلوټې الوتکې له ۸۰ تر ۱۵۰ مترو ژور د اوبو په تل کې اوږد سفر وکړ. دې وسلې له ۵۹ ساعتونو زیات وخت یې تر اوبو لاندې یون وکړ او په پای کې د شمالي کوریا ختیځ ساحل کې یې چاودنه وکړه.
شنونکو او کارپوهانو د دې نوې وسلې پر وړتیا او د شمالي کوریا لخوا شوې ادعا باندې شک کړی او په منلو کې یې د احتیاط غوښتنه کړې ده.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس وايي، چې دا وسله 'هائیل' ( Haeil) نومېږي او کوریايۍ ژبه کې د سونامي معنی لري.

د عکس سرچینه، EPA
د یاد خبري اژانس پر بنسټ دا وسله 'په ډېره نامعموله کچه د راډیو اکټیف څپې رامنځته کوي چې د دښمن په کښتیو او بندرونو د برید لپاره جوړه شوې.'
شمالي کوریا وايي، د اوبو لاندې اټومي برید کوونکې دا بې پیلوټه الوتکه په هر ساحل یا بندر کې ځای په ځای کیدای شي او د عملیاتو لپاره د کښتۍ په مټ د لېږد وړ هم ده.
د فرانسې خبري اژانس ( AFP ) په وینا، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د یاد ازمايښت څارنه وکړه او وویل، چې دا ازمايښت باید متحده ایالاتو او سویلي کوریا ته خبرداری وي.
د کیم جونګ اون په مشرۍ شمالي کوریا د خپلو وسلو پروګرام ته زیاته وده ورکړې.
د نوموړي په واکمنۍ کې له شپږو اټومي ازمويښتونو څخه څلور یې ترسره شوي دي.





