شمالي کوریا د جاپان د پاسه بالېستیک توغندی توغولی

A man walks past a public television screen in Tokyo on October 4, 2022, displaying a broadcast about an early morning North Korean missile launch

د عکس سرچینه، Getty Images

شمالي‌ کوریا د جاپان شمال کې د یوې برخې د پاسه د منځني‌ واټن یو مشکوک بالېستیک توغندی توغولی دی.‌

دې کار د جاپان حکومت اړیست چې د هوکایډو ټاپو خلکو ته د دوی پر سر د دغه توغندي د تېرېدو پر مهال د پټېدو زنګ وکړنګوي‌ او همدا راز د اورګاډو ځینې خدمات هم لنډمهاله وځنډوي.

دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې لومړی ځل دی چې پیونګ یانګ د جاپان د پاسه توغندی توغوي.‌

ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د بالېستیک توغندیو او اټومي وسلو د نه ازمویلو بندیز لګوی دی.

د جاپان لومړي وزیر 'فومیو کیشیدا' دا ګام "تاوتریخجن چلن" بللی او په کلکه غندلی دی.

د دغه هېواد حکومت پر دې سربېره د ملي امنیت شورا غونډه هم رابللې ده.

توکیو وايي دا توغندی تر دوی ۳ زره کیلومتره هاخوا ارام سمندر کې پرېوتی او د ځاني او مالي زیان رپوټ ترې نشته.

د جاپان حکومت سې شنبه په ځايي وخت سهار نږدې ۷ نیمي بجې یو کمساری خبرداری خپور کړ چې پکې راغلي "داسې ښکاري چې شمالي کوریا یو توغندی توغولی دی. لطفآ ودانیو او ځمکتل ته ځانونه ورسوئ."

په ورته توګه د سویلي کوریا پوځ ویلي چې شمالي ګاونډي یې دا توغندی په ۷ بجو او ۲۳ دقیقو وتوغاوه او د جاپان له فضايي حریمه تېر شو.‌

ختیځې اسیا لپاره د امریکا مخکښ دیپلومات 'دانیل کریتېنبرینک' هم خپل لومړني غبرګون کې د شمالي کوریا دا پرېکړه "خواشینونکې" بللې ده.

دا یوه اوونۍ پنځم ځل شو چې شمالي کوریا توغندي توغوي.

د شنبې پر ورځ دوه توغول شوي توغندي د جاپان تر ځانګړي اقتصادي زون بهر سمندر کې پرېوتل.

The Academy of Defence Science of the DPRK test-fired a hypersonic missile in Pyongyang, North Korea, 06 January 2022.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، شمالي کوریا تېر یوه کال کې څو بالېستیک او نور توغندي توغولي

پیونګ یانګ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بالېستیک توغندیو او اټومي وسلو د نه ازمویلو بندیز ته د توغندیو په ازمویلو ځواب وايي.

دغه هېواد د روانې میاشتې پیل کې داسې قانون تصویب کړ چې ځان یې پکې د اټومي وسلو څښتن هېواد بللی.

له دې سره یې مشر 'کېم جونګ اون' د اټومي بې وسلې کېدو په تړاو د خبرو شونتیا هم رد کړې ده.

پیونګ یانګ له پراخو بندیزونو سره سره د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۷ کال ترمنځ موده کې شپږ اټومي ازموینې ترسره کړې دي.