شمالي کوریا مشکوک بالېستیک توغندی توغولی

North Korea's leader Kim Jong-un

د عکس سرچینه، KCNA via Reuters

د عکس تشریح، کېم جونګ اون - د شمالي کوریا مشر

د سویلي کوریا پوځي چارواکي وایي چې شمالي ګاونډي یې له خپلو ختیځو سواحلو د سمندر پر لور یو مشکوک بالېستیک توغندی توغولی دی.

له دې سره جاپان هم د شمالي کوریا لخوا د یوه توغندي توغول کېده تایید کړي او بېړیو ته یې د پام ساتلو خبرداری ورکړی.

دغه هېواد ویلي داسې ښکاري چې یوه وسیله یې له ځانګړي اقتصادي زون بهر سمندر کې پرېوتې وي.‌

پیونګ یانګ دا ګام تر هغې وروسته پورته کړی چې د امریکا یوه الوتکې لېږدونکې بېړۍ سویلي کوریا ته رسېدلې چې دغه هېواد ته د امریکا د مرستیالې ولسمشرې کماله هارېس تر پلان شوي سفر وړاندې د سویلي کوریا ځواکونو سره ګډو پوځي تمریناتو کې برخه واخلي.

د امریکا د ولسمشر مرستیاله به راتلونکو ورځو کې پر خپل پلان شوي سیمه ییز سفر سویلي کوریا ته ورسېږي.

ټاکلې هغه د دغه سفر په لړ کې د خپل بل سیمه ییز متحد 'جاپان' د مخکیني لومړي وزیر شینزو ابې جنازه کې هم برخه واخلي.

په ورته وخت کې د سویلي کوریا دولتي خبري اژانس ویلي چې شمالي ګاونډی یې ښايي له اوبتله د یوه توغېدونکي بالېستیک توغندي ازمویلو ته چمتووالی نیولی وي.

ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د بالېستیک توغندیو او اټومي وسلو د ازمویلو بندیز لګولی.

The Academy of Defence Science of the DPRK test-fired a hypersonic missile in Pyongyang, North Korea, 06 January 2022.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، شمالي کوریا تېر یوه کال کې څو بالېستیک او نور توغندي توغولي

د امریکا الوتکې لېږدونکې 'یو اېس اېس رونالډ رېګن' اټومي بېړۍ د جمعې پر ورځ د سویلي کوریا سویلي بندري ښار بوسان کې لنګر اچولی.

دا بېړۍ د کوربه هېواد ځواکونو سره ختیځو اوبو کې پلان شویو ګډو پوځي تمرینانو کې برخه اخلي.

د سویلي کوریا سمندري ځواکونو ویلي دا پوځي تمرینونه کوریا ټاپو وزمه کې د سولې او ثبات لپاره ترسره کېږي.

پیونګ یانګ تېر کال څو بالېستیک توغندي وتوغول چې له دې سره کوریا ټاپو وزمه کې یو ځل بیا کړکېچ ډېر شوی دی.

د سویلي کوریا ولسمشر 'یون سوک یول' چې تېره می میاشت کې واک ته رسېدلی، شمالي کوریا خلاف سخت دریځ ژمنه کړې.

هغه همدا راز امریکا سره نږدې اړیکو ته لیوالتیا ښیي.