شمالي کوریا توغندی ازمویلی

د عکس سرچینه، Getty Images
د جنوبي کوریا ګډ پوځي مرکز په خبرپاڼه کې وکښل، توغندی د چارشنبې څاښت مهال د جاپان سمندرګي پر لور وتوغول شو او تر ۶۰ کیلو مټرو واټن وهلو وروسته په سمندرګي کې پرېوت.
اندېښنې له دې دي چې شمالي کوریا به بالاخره د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پر مټ د اټومي سروکو د لېږدونې جوګه شي. د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون تېره جنوري ادعا وکړه هېواد یې د داسې توغندي د جوړونې په وروستي پړاو کې دی چې لویې وچې لاندې کوای شي.
د امریکا پوځ هم په یوه اعلامیه کې ویلي، د شمالي کوریا له خوا نوی توغول شوی توغندی د منځني واټن ویشتونکی (این ۱۵) هغه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن بیا وویل: " شمالي کوریا بیا توغندی وازمویه، امریکا یې په اړه خپله خبره کړې، ویلو ته نوي څه نه لرو. "
شمالي کوریا څلور میاشتې وړاندې هم د چین له سرحدي ګډې پولې د جاپان سمندرګي پر لور توغندی توغولی و چې د جاپان لومړي وزیر (شينزو ابي) یاده ازموینه د شمالي کوریا له خوا د پېښېدونکو ګواښونو نوی پړاو بللی و.
د چین او امریکا د ولسمشرانو لیده کاته
اټکل دی چې د چین ولسمشر شي جینپینګ به چارشنبه له خپل امریکايي سیال سره لیدنې لپاره امریکا ته لاړ شي.
دواړه مشران به د اپرېل په شپږمه او اومه د امریکا په فلوریډا ایالت کې سره وګوري.

تمه ده چې دواړه ولسمشران به د شمالي کوریا د لانجمن اټومي او توغندیزو پروګرام په اړه هم بحث وکړي.
ښاغلي ټرمپ ځلونه ویلي، د شمالي کوریا رهبر (ډېر بد) دی او چین یې د دغه ګاونډي د مهارولو لپاره ډېر څه نه دي کړي.
له دې ټولو سره د امریکا ولسمشر هیلهمن دی چې له خپل چینايي سیال سره به یې د روانې اونۍ په لیدنه کې پر شمالي کوریا فشارونه لا ډېر کړي.








