واشنګټن: د شمالي کوریا وروستی توغندی 'نړۍ ته ګواښ دی'

د عکس سرچینه، Reuters
د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون پخپله د 'ترټولو پیاوړي توغندي' توغولو مراسم پرانیستل، چې وايي 'ټوله امریکا په نښه کولای شي'. امریکا د پیونګ یانګ دا ګام 'ټولې نړۍ ته ګواښ بللی'.
دغه نوی توغندی پیونګ یانګ له لویو وچو تېرېدونکی بالستیک توغندی نومولی، چې وايي تر ټولو پیاوړی دی او د امریکا هرې برخې ته رسېدای شي.
دا توغندی د جاپان اوبو کې لګېدلی او تر هر بل توغندي ډېر لوړ تللی دی.
د شمالي کوریا نوي توغندیزې ازموینې ته امریکا سخت غبرګون ښودلی، ددغه هېواد دفاع وزیر جیمس مټیس دا کړنه نړۍ ته ګواښ بللی.هغه له ویلي دا تر نورو ازمایل شویو توغندیو لوړ توغول شوی دی.
دوه نیم ساعته وړاندې شمالي کوریا له لویو وچو تېریدونکی بالستیک مزایل وازمایه . دا توغندي د دغه هېواد تر ټولو پخوانیو ازمایل شويو راکټونو لوړ توغول شوی.
دوی د خپلو راکټونو ازمایلو ته دوام ورکوي چې وکولی شي په نړۍ کې هر ځای په نښه کړي.
د دې په ځواب کې سویلي کوریا په سمندر کې راکټونه توغولی چې وښيي ممکنه ده زموږ د متحدینو له خوا پرې ځوابي بریدونه وشي.
خو اصلي خبره داده چې ددغه هېواد د راکټونو ګواښ د مخنیوي لپاره هڅې وشي، هغه راکټونه چې په سیمه ، نړۍ او په تېره د امریکا امنیت ګواښي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسون یو ځل په دپلوماتیک حل ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې لا هم د دپلوماتیک حل امکان شته.

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا دفاع وزارت پنتاګون نوی ازمایل شوی توغندی بالستیک دی او شاوخوا زر کیلومټره واټن په وهلو سره د جاپان په سمندر کې لوېدلی دی.
امریکايي چارواکي وايي دغه توغندي په هوا کې ۵۱ دقیقې یې له ځمکې څلور نیم زره کیلومتره لوړ مزل کړی.
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې. هغه ویلي هېواد به یې د شمالي کوریا پاروونکي چلن ونه زغمي.
اروپايي ټولنې د تازه ازمایل شوي توغندي په ځواب کې ویلي دا کړنه د شمالي کوریا له خوا د نړیوالو ژمنو ماتول د منلو نه دي او په ملګرو ملتونو د بریتانیا استازي دا اقدام د شمالي کوریا کاواکي بللي ده.

د عکس سرچینه، Reuters
په تېرو څو میاشتو کې شمالي کوریا څو ځله بالستیک توغندي ازمایلي، له دغو ازمایښتونو وروسته د امریکا او شمالي کوریا د ولسمشرانو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې.
په تېر اوړي کې شمالي کوریا اعلان وکړ چې د یوه توغنندي په ازمایلو سره اوس کولی شي امریکا په نښه کړي.









