تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شمالي کوریا د جاپان د پاسه بالېستیک توغندی توغولی
شمالي کوریا د جاپان شمال کې د یوې برخې د پاسه د منځني واټن یو مشکوک بالېستیک توغندی توغولی دی.
دې کار د جاپان حکومت اړیست چې د هوکایډو ټاپو خلکو ته د دوی پر سر د دغه توغندي د تېرېدو پر مهال د پټېدو زنګ وکړنګوي او همدا راز د اورګاډو ځینې خدمات هم لنډمهاله وځنډوي.
دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې لومړی ځل دی چې پیونګ یانګ د جاپان د پاسه توغندی توغوي.
ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د بالېستیک توغندیو او اټومي وسلو د نه ازمویلو بندیز لګوی دی.
د جاپان لومړي وزیر 'فومیو کیشیدا' دا ګام "تاوتریخجن چلن" بللی او په کلکه غندلی دی.
د دغه هېواد حکومت پر دې سربېره د ملي امنیت شورا غونډه هم رابللې ده.
توکیو وايي دا توغندی تر دوی ۳ زره کیلومتره هاخوا ارام سمندر کې پرېوتی او د ځاني او مالي زیان رپوټ ترې نشته.
د جاپان حکومت سې شنبه په ځايي وخت سهار نږدې ۷ نیمي بجې یو کمساری خبرداری خپور کړ چې پکې راغلي "داسې ښکاري چې شمالي کوریا یو توغندی توغولی دی. لطفآ ودانیو او ځمکتل ته ځانونه ورسوئ."
په ورته توګه د سویلي کوریا پوځ ویلي چې شمالي ګاونډي یې دا توغندی په ۷ بجو او ۲۳ دقیقو وتوغاوه او د جاپان له فضايي حریمه تېر شو.
ختیځې اسیا لپاره د امریکا مخکښ دیپلومات 'دانیل کریتېنبرینک' هم خپل لومړني غبرګون کې د شمالي کوریا دا پرېکړه "خواشینونکې" بللې ده.
دا یوه اوونۍ پنځم ځل شو چې شمالي کوریا توغندي توغوي.
د شنبې پر ورځ دوه توغول شوي توغندي د جاپان تر ځانګړي اقتصادي زون بهر سمندر کې پرېوتل.
پیونګ یانګ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بالېستیک توغندیو او اټومي وسلو د نه ازمویلو بندیز ته د توغندیو په ازمویلو ځواب وايي.
دغه هېواد د روانې میاشتې پیل کې داسې قانون تصویب کړ چې ځان یې پکې د اټومي وسلو څښتن هېواد بللی.
له دې سره یې مشر 'کېم جونګ اون' د اټومي بې وسلې کېدو په تړاو د خبرو شونتیا هم رد کړې ده.
پیونګ یانګ له پراخو بندیزونو سره سره د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۷ کال ترمنځ موده کې شپږ اټومي ازموینې ترسره کړې دي.