تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سویلي کوریا او امریکا شمالي کوریا ته خبرداري کې توغندي توغولي
سویلي کوریا او امریکا د دوشنبې پر ورځ پیونګ یانګ ته خبرداري کې اته توغندي توغولي دي.
دا ګام یوه ورځ وړاندې د شمالي کوریا لخوا د څو بالېستیک توغندیو د توغېدو غبرګون کې پورته شوی دی.
پیونګ یانګ دې وروستیو کې یو ځل بیا د توغندیو ازمېښتونه ډېر کړي دي.
د سویلي کوریا ولسمشر 'یوون سوک یول' وایي حکومت به یې د خپل شمالي ګاونډي هر پاروونکي ګام ته سخت ځواب ووایي.
هغه سیول کې د جګړې د یاد مراسمو کې ویلي "دا به ډاډمنوو چې زموږ د خلکو د ژوند او شتمنیو خوندیتوب کې عادي کسر هم نشته."
د سویلي کوریا ولسمشر زیاته کړې چې د شمالي کوریا اټومي او د توغندیو پروګرامونه "داسې کچې ته رسېدلي چې یوازې کوریا ټاپو وزمه کې نه، بلکې ټوله شمال ختیځه اسیا او نړۍ کې سوله ګواښي."
د سویلي کوریا مخکني حکومت پر مهال دا ډول غبرګون کم لیدل کېده.
ښاغلي یوون تېره میاشت له دې ژمنې سره د ولسمشرۍ لوړه وکړه چې پیونګ یانګ ته به سخت ځواب وايي.
امریکا او سویلي کوریا سیمه کې پرله پسې پوځي تمرینونه او مانورې کوي، چې وخت ناوخت پرې شمالي کوریا غوسه او غبرګون هم ښيي.
د امریکا او سویلي کوریا له اړخه له ځمکې ځمکې ته د توغېدونکو (اې ټي اې سي اېم اېس) توغندیو اووه د سویلي کوریا او یو امریکايي ځواکونو توغولي.
شنونکي وايي دا ګام ښيي چې سویلي کوریا د امریکا د وسلو په وسیله خپل زور مالوموي.
دا تېرو دوو اونیو کې دویم ځل شو چې سویلي کوریا او امریکا شمالي کوریا ته دا ډول غبرګون ښيي.
د سیول اېوها پوهنتون کې د نړیوالو مطالعاتو استاد لیېف اېرک ایزلي وايي د متحدانو غبرګون عاجل وو، خو د نوموړي په وینا د سویلي کوریا د توغندیو دفاع د شمالي کوریا له اړخه د پراخېدونکي ګواښ پر وړاندې کافي نه ده.
د امریکا ولسمشر جو بایډن تېر میاشت د ولسمشر په توګه اسیا ته په خپل لومړي سفر کې دغه هېواد ته هم ورغلی و.