شمالي کوریا "له یوې قارې بلې ته بالستیک" توغندی توغولی

د ویډیو تشریح، د شمالي او جنوبي کوریا کړکېچ: ولې زیات شوی؟

سوېلي کوریا ویلي، شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ له یوې قارې بلې ته رسېدونکی بالستیک توغندی ازمایلی، خو دا ازموینه بریالۍ نه وه.

دا په روان کال کې د شمالي کوریا اوم ازمایل شوی توغندی دی چې د دواړو کوریاګانو ترمنځ یې ترینګلتیا رامنځ ته کړې ده او ښايي دا هېواد ژر یو اټومي سروکی وازیمايي.

د کوریا ټاپو پر سر د ترینګلتیا له ډېرېدو سره سم، تېره ورځ سوېلي او شمالي کوریا دواړو د توغندیو توغولو مانورې وکړې چې دا په یوه ورځ کې د دواړو هېوادونو تر ټولو ډېر توغول شوي توغندي ګڼل شوي.

د شمالي کوریا د توغنديو بېلابېلې ازموینې په داسې مهال رپوټ شوې چې امریکا او سوېلي کوریا په ګډه یوه لویه هوايي مانوره جوړوي.

شمالي کوریا په ټینګه پر دې مانور نیوکه کړې او دا یې یو "یرغلیز او لمسوونکی ګام" بللی دی.

د سوېلي کوریا د پوځ‌ د لوی درستیز په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت شاوخوا ۷:۴۰ بجې یو لیرې واټن ویشتونکی توغندی توغولی دی.‌

یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، دا بالستیک ډوله توغندی له یوې قارې بلې ته رسېږي.

شمالي کوریا کوم ډول توغندي لري؟

تېره ورځ د سوېلي کوریا ولسمشر د ملي امنیت شورا ناسته کې د کوریا د توغندي کړکېچ ارزولی دی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تېره ورځ د سوېلي کوریا ولسمشر د ملي امنیت شورا ناسته کې د کوریا د توغندي کړکېچ ارزولی دی

د رپوټونو له مخې شمالي کوریا د نوډونګ په نامه یو ډول توغندی لري چې په ازمایل کېدو یې تر ۱،۵۰۰ کیلومتره پورې رسېدلی شي.

د پوک ګوک سونګ -۳ په نامه توغندی یې بیا ۱،۹۰۰ کیلومتره واټن وهلی شي او پوک ګوک سونګ-۲ تر ۲۰۰۰ کیلومترو توغول کېدای شي.

موسوډان توغندی یې ۴۰۰۰ کیلومتره، هواسونګ -۱۲ ۴،۵۰۰ کیلومتره، هواسونګ -۱۴ ۱۰،۴۰۰ کیلومتره، هواسونګ -۱۵ ۱۳۰۰۰ کیلومتره او هواسونګ -۱۷ تر ۱۵۰۰۰ کیلومترو ډېر واټن طی کولی شي.

تازه توغول شوی توغندی شاوخوا ۷۶۰ کیلومتره والوت او کابو ۱۹۲۰ کیلومتره ارتفاع ته ورسېد، خو د جنوبي کوریا پوځ وايي، ښکاري چې دا ازموینه خپل هدف ته ونه رسېده او بریالۍ نه وه.‌

شمالي کوریا هم دوه لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي توغولي دي.

A man watches a television screen showing a news broadcast with file footage of a North Korean missile test

د عکس سرچینه، Getty Images

د توغندیو توغول ددې لامل شو چې د چین دولت د پنجشنبې په ګهیځ ددغه هېواد په ځینو شمالي برخو کې کمیابه خبرداری ورکړي او هلته له استوګنو یې غوښتي چې له خپلو کورونو بهر ونه وځي.

د جاپان دولت هم لومړی اعلان وکړ چې یاد توغندی د دوی پر اسمان چورلېدلی او تېر شوی، خو دفاع وزیر ایاسوکازو هامادا وویل چې "توغندی د جاپان ټاپو پر سر نه دی تېر شوی، بلکې د جاپان پر سمندر د پاسه تری تم شوی دی".

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا "د شمال‍ي کوریا د مکررو توغندیو توغول" غندلي دي.

امریکا ویلي، دا ازموینه ښيي چې د شمالي کوریا د توغندیو پروګرام د ګاونډیانو لپاره ګواښ او نړیوالې سولې او امنیت ته خطر دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي‌ "د کوریا له جمهوریت او جاپان نه زموږ د دفاع ژمنه لار پرځای ده".‌