شمالي کوریا لومړی ځل د سویلي کوریا پر لور یو بالېستیک توغندی توغولی

People watch a TV broadcasting a news report on North Korea firing ballistic missiles into the sea, in Seoul, South Korea, November 2, 2022.

د عکس سرچینه، YONHAP/REUTERS

د عکس تشریح، سویلي کوریا په ځوابي اقدام کې د شمالي کوریا پر لور درې توغندي توغولي دي

د شمالي کوریا پوځ چارشنبې سهار د دغه هېواد له ختیزو سواحلو د خپل سویلي ګاونډي پر لور یو بالېستیک توغندی توغولی چې د دواړو هېوادونو له سمندري پولي اوښتی. ‌

دا د دغو هېوادونو ترمنځ له جګړې او بېلتون را وروسته لومړی ځل دی چې پیونګ یانګ د سویلي کوریا پر لور توغندی توغوي.

د رپوټونو له مخې دغه لنډ واټنه بالېستیک توغندی د سویلي‌ کوریا اولېونګدو ټاپو ته نږدې پرېوتی او د دې لامل شوی چې په دغه ټاپو کې د هوايي برید د خطر زنګ وکړنګول شي.

د دغه کوچني ټاپو اوسېدونکو ته خبرادری ورکړ شوی چې ځانونه خوندي ځایونو ته ورسوي.

د سویلي کوریا ولسمشر 'یون سوک یول' دا ګام "ارضي تعرض" بللی او په ځوابي اقدام کې یې د شمالي کوریا پر لور درې توغندي توغولي دي.

هغه خپل د ملي امنیت غونډه هم وربللې وه.

د دغه هېواد پوځ ویلي شمالي‌ کوریا چارشنبه پر دغه توغندي سربېره چې د دوی پر لور توغول شوی، د ختیځ او لوېدیځ پر لور لږ تر لږه نهه نور توغندي هم توغولي.

People watch a television screen showing a news broadcast with file footage of a North Korean missile test,

د عکس سرچینه، Getty Images

شمالي کوریا تر دې یوه ورځ مخکې امریکا او سویلي کوریا ته ګواښ کړی و چې سیمه خپل ګډ پوځي تمرینات ودروي.

پیونګ یانګ ویلي و که دغه تمریونه نه درېږي، نو ځواکمن غبرګون به وښيي.

د سویلي کوریا پر لور توغول شوی توغندی د دغه هېواد د سوکچو ښار د ختیځ ۵۷ کلومترۍ کې په نړیوالو اوبو کې پرېوتی.

د سویلي کوریا چارواکو د خپل شمالي ګاونډي دا اقدام غندلی دی.