د شمالي کوریا له توغندیو توغولو یوه ورځ وروسته د امریکا مرستیاله ولسمشره سویلي کوریا ته ورسېده

کماله هرېس د شمالي کوریا له توغندیو توغولو یوه ورځ وروسته سویلي کوریا ته ورسېده

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، کماله هرېس د شمالي کوریا له توغندیو توغولو یوه ورځ وروسته سویلي کوریا ته ورسېده

د امریکا متحدو ایالتونو مرستیاله ولسمشره کماله هرېس له هغه یوه ورځ وروسته سویلي کوریا ته ورسېده، چې شمالي کوریا د لنډ واټن دوه بالسټیک توغندي وتوغول.

د شمالي کوریا له لوري د توغندیو دا توغول د ملګري ملتونو له بندیزونو سرغړونه ده.

په ورته مهال د سویلي کوریا سمندري ځواکونه له امریکايي سمندري ځواکونو سره د کوریا ټاپو وزمې په شاوخوا سمندري کې ګډ پوځي تمرینات کوي.

د سویلي کوریا او جاپان چارواکو د شمالي کوریا وروستۍ ازموینه غندلې او ''پاروونه '' یې بللې ده.

اغلې هرېس به سویلي کوریا ته د خپل سفر ترڅ کې د هغې غیر پوځي سیمې لیدنه هم وکړي، چې شمالي او سویلي کوریا سره بیلوي.

مخکې د سويلي کوریا پوځ وویل، شمالي کوریا د چارشنبې په ورځ خپل ساحل ته څېرمه دوه بالیستیک توغندي توغولي دي.

هرېس د امریکا یو اېس اېس هوارډ الوتکه کې چې د جاپان یوکوسوکا ښار کې وه،‌ وینا کې وویل، د یکشنبې ورځې توغندیزه تجربه د ناقانونه وسله وال کېدو پروګرام یوه برخه ده چې د سیمې ټیکاو ته ګواښ دی د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو سرغړاوی دی.

توغندی

د عکس سرچینه، KCNA

ملګرو ملتونو له ۲۰۰۶ کال راهیسې پر شمالي کوریا بندیزونه لګولي دي.

شمالي کوریا د ملګرو ملتونو پرېکړې ردوي او دا له خپل ځان د دفاع مشروع حقونو کې سرغړونه ګڼي. دوی د امریکا او سوېلي کوریا ګډې پوځي مانورې هم د دوښمنانه نیت ثبوت بللی دی.

د سوېلي کوریا ولسمشر یون سوک یول چې په تېره مې میاشت کې واک ته ورسېد، د شمالي کوریا پر وړاندې د لا ټینګ دریځ او له امریکا سره د لا نورو قوي اړیکو لرلو ژمنه وکړه.

شمالي کوریا د روانې میاشتې لومړیو کې یو قانون اعلان کړ چې ځان یې پکې یو اتومي دولت وباله.‌ مشر یې کیم جونګ اون له اتومي وسلو د لاس اخیستو خبرو کې له ننوتلو ځان په څنګ کې وباله.

که څه هم پر شمالي کوریا بندیزونه دي، خو دغه هېواد له ۲۰۰۶ کال راهیسې تر ۲۰۱۷ پورې شپږ اتومي ازموینې کړې دي.