سویلي کوریا او امریکا پیونګ یانګ ته ځواک ښودلو لپاره توغندي توغولي

د عکس سرچینه، Reuters
د سویلي کوریا او امریکا ځواکونو شمالي کوریا لخوا د جاپان د پاسه د بالېستیک توغندي توغېدو ته په توغندیو ځواب ویلی دی.
د امریکا او سویلي کوریا ځواکونو توغندي د کوریا ټاپو وزمې او جاپان ترمنځ سمندر کې پرېوتي دي.
پیونګ یانګ سې شنبه د جاپان د پاسه یو مشکو توغندی وتوغاوه چې د امریکا او متحدانو له توند غبرګون سره مخ شو.
جاپان، سویلي کوریا او امریکا د ځواک ښودلو لپاره سیمه کې ګډ پوځي تمرینات هم پیل کړي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي سي اېن اېن تلویزیوني شبکې ته ویلي دوی دا توغندي دې لپاره توغولي چې وښيي د امریکا او متحدانو پوځي وړتیا یې د شمالي کوریا د پاروونکو اقداماتو ځوابولو ته بشپړه چمتو ده.
په یوه رپوټ کې راغلي چې د سویلي کوریا لخوا یو توغول شوی توغندی توغېدو کې ناکام او راپریوتی، خو مرګژوبله یې نه دی اړولې.
د شمالي کوریا لخوا د توغندي توغېدو تېره ورځ د جاپان حکومت اړیست چې د دغه هېواد د شمالي سیمو او هوکایډو ټاپو خلکو ته د دوی پر سر د دغه توغندي د تېرېدو پر مهال د پټېدو زنګ وکړنګوي او همدا راز د اورګاډو ځینې خدمات هم لنډمهاله وځنډوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د جاپان لومړي وزیر 'فومیو کیشیدا' دا ګام "تاوتریخجن چلن" بللی او په کلکه غندلی دی.
دا له ۲۰۱۷ کال راهیسې لومړی ځل و چې پیونګ یانګ د جاپان د پاسه یو توغندی وتوغاوه.
ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا د بالېستیک توغندیو او اټومي وسلو د نه ازمویلو بندیز لګوی دی.
سې شنبه د سپینې ماڼۍ ویاند جان کیربي د پیونګ یانګ دا ګام بې ثباتوونکی بللی و.
شمالي کوریا په دې وروستیو کې داسې قانون تصویب کړ چې ځان یې پکې د اټومي وسلو څښتن هېواد بللی.
له دې سره یې مشر 'کېم جونګ اون' د اټومي بې وسلې کېدو په تړاو د خبرو شونتیا هم رد کړې ده.
پیونګ یانګ له پراخو بندیزونو سره سره د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۷ کال ترمنځ موده کې شپږ اټومي ازموینې ترسره کړې دي.








