پر موبایل بندیز، لس ساعته د ریل ګاډي سفر؛ ولسمشر بایډن څنګه اوکرایین ته ورسېد؟

د عکس سرچینه، Reuters
دا یوې داسې سیمې ته، چې جګړه پکې دوام لري او پرلپسې بریدونه کېږي. د یوه امریکايي ولسمشر فوق العادي سفر بلل شوی.
د سپینې ماڼۍ مسوولینو د اوکرایین پلازمېنې کیېف ته د ولسمشر جو بایډن سفر په (اوسني عصر کې بې ساری) بللی. دوی وايي، په تېر کې امریکايي مشرانو افغانستان او عراق ته داسې حال کې سفرونه کړي وو، چې هلته ګڼ شمېر امریکايي پوځیان دېره وو.
که څه پولنډ ته د ولسمشر بایډن د سفر په ترڅ کې رسنیو کې داسې ګنګوسي وو، چې کېدای شي هغه اوکرایین ته لاړ شي، خو له دې سره هم کیېف ته د ښاغلي بایډن سفر ډېر کسان حیران کړل. په کیېف کې له ولسمشر ولودیمر زیلېنسکي سره د ښاغلي بایډن داسې حال کې لیدنه، چې د هوايي بریدونو خبرداري سائرنونه غږېدل، په پولنډ کې د نوموړي د وینا پرتله ډېر مهم بلل کېږي.
په سپینه ماڼۍ کې د اړیکو مدیره کیټ بیډنګفیلډ وايي: ''خطر و، او د هېچا په ذهن کې باید شک پاتې نه شي چې ولسمشر بایډن پر خپلو ژمنو ولاړ مشر دی. ''

د عکس سرچینه، Reuters
له مخکې د پلان شوي مهال وېش له مخې ولسمشر بایډن پر دوشنبه پولنډ ته راونېده. په دې مهال وېش کې دوه داسې اوږدې وقفې وې، چې له په هکله یې فکر کېده ښايي ولسمشر بایډن په همدې وخت کې اوکرایین ته سفر وکړي.
هغو خبریالانو چې معمولاً سپینې ماڼۍ ته تګ راتګ لري، په دې هکله څو ځله پوښتنې هم وکړې، خو موږ ته ویل کېدل چې له ولسمشر زیلېنسکي سره هېڅ لیدنه په پام کې نشته او ولسمشر بایډن سملاسي له وارسا بهر هېڅ سفر په پام کې نه لري. کیېف ته د ولسمشر بایډن د سفر پرېکړه د جمعې پر ورځ شوې، خو له څو میاشتو راهیسې یې د ولسمشر بایډن د نژدې سلاکارانو په سلا، مشوره پلان ترتیب کېده.

د عکس سرچینه، Reuters
د یکشنبې پر ورځ سپنۍ ماڼۍ وویل چې ولسمشر به د دوشنبې پر ماښام سفر کوي، خو د ولسمشر بایډن لېږدونکې الوتکه (ائرفورس - ون) د همدې یکشنبې پر ګهیځ والوته. په الوتکه کې د ولسمشر نژدې سلاکارانو، طبي ټیم او امنیتي کسانو په ګډون یو کوچنی پلاوی و. یوازې دوو خبریالانو ته له ولسمشر سره د سفر اجازه ورکړل شوې وه او له هغوی هم موبایل ټیلیفونونه اخیستل شوي وو او د راز ساتنې لوړه ورکړل شوې وه.
دې خبریالانو ته تر هغه وخته د خبر خپرولو اجازه نه درلوده، تر څو چې ولسمشر بایډن کیېف ته نه وي رسېدلی. د امریکا ملي امنیت جک سلوان وايي، د ولسمشر بایډن له سفر څو ساعته مخکې روسي چارواکو ته په دې هکله خبر ورکړل شو. دی وايي، امریکا روسیې ته د شخړې کمولو وویل: ''نه شم کولای تفصیل بیان کړم، چې د دوی ځواب څنګه و، یا موږ څنګه پیغام ورکړ، خو کولای شم تائید کړم چې موږ دوی ته معلومات ورکړل. ''
ولسمشر بایډن د اوکرایین تر پلازمېنې پورې ۱۰ ساعته په ریل ګاډي کې سفر وکړ. ده کولای شول د اوکرایین نورو برخو ته په اسانۍ سره ورسېږي، خو نوموړي غوښتل کیېف ته سفر وکړي چې سمبولیک اهمیت لري.










