بایډن اوکرایین سره ۳۳ میلیارد ډالر مرسته اعلان کړه

جو بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد له کانګرسه "راتلونکو پنځو میاشتو لپاره" اوکرایین سره د پوځي، اقتصادي او بشردوستانه مرستو لپاره ۳۳ میلیارډ ډالر غوښتي دي.

ښاغلي بایډن ټینګار کړی چې مهمه ده امریکايي قانون جوړونکي د مرستو دغه ټولګه تائید کړي.

د دې اعلان شوې مرستې ۲۰ میلیارد ډالر پوځي مرستو، ۸ نیم میلیارد اقتصادي برخې او ۳ میلیارد بشردوستانه مرستو ته غوښتل شوي دي.

ښاغلي بایډن ویلي امریکا پر اوکرایین تر یرغل وروسته چپه نشوه پاتېدای خو دا ټینګار یې هم کړی چې هېواد یې پر روسیې برید نه کوي.

د امریکا حکومت وړاندې هم اوکرایین سره پوځي مرستې کړې خو دا ټولګه پکې تر ټولو ستره ده.

ولسمشر بایډن د مرستو دې ټولګې ته په اشارې وايي "دا ارازنه نه ده - خو که د دغه یرغل پېښېدو ته اجازه ورکړو، نو لګښت به یې تر دې ډېر لوړ وي."

هغه کانګرس ته استولي لیک کې که څه هم وايي چې اروپايي ټولنې او د ناټو متحدانو له اوکرایین سره دفاعي مرستې پراخې کړې، خو د امریکا له اړخه هم په دې اړه اضافي پانګونې ته اړتیا ده.

د دغه لیک یوه برخه کې راغلي "هغه څه چې غواړم د امریکا خلکو او کانګرس ته روښانه کړم دا دي چې اروپا کې له تاوتریخوالي د ډک یرغل پر وړاندې درېدو کې د پاتې راتللو لګښت تل د دغو بریدونو پر وړاندې په کلکه د درېدو پرتله ډېر لوړ پریوتی دی."

د ولسمشر بایډن لخوا اوکرایین سره د مرستو لومړۍ غوښتنه چې تېره میاشت د روسیې د یرغل له پیل وروسته یې کړې او کانګرس منلې وه، ۱۴ میلیارد ډالره وه.

د امریکا ولسمشر همدا راز تېره اوونۍ په دویم پرله پسې ځل اوکرایین سره د ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو ټولګه او دغه راز د ۵۰۰ میلیون ډالرو اقتصادي مرسته اعلان کړه.

د امریکا مخکني ګامونه

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا حکومت پر اوکرایین د یرغل له پیل راهیسې د روسیې خلاف ځینې نور ګامونه هم اخیستي چې

  • د ۳ اعشاریه ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځ او امنیتي مرسته
  • د ناټو په اروپايي غړو هېوادونو کې تر ۱۰۰ زرو ډېر ځواکونه ځای پر ځای کول
  • پر بېلابېلو روسي سیاستوالو او شتمنو د سفر او اقتصادي بندیزونه او دغه راز د هغوی د شتمنیو کنګلول
  • د روسیې پر بانکونو او دفاعي بنسټونو بندیزونه
  • د روسیې غټ بانکونه له سویفټ سیستم بندول
  • د روسیې د تېلو په وارداتو بندیز
  • او دغه راز د روسیو الوتکو لپاره د خپل فضايي حریم تړل یې عمده ګامونه بللی شو.

سپینې ماڼۍ همدا راز د پنجشنبې پر ورځ یوه جلا اقدام کې د امریکا لخوا د روسي شتمنو د پانګو د کنګلېدل او اوکرایین ته یې د لېږدېدو چاره اسانه کړه.

پر امریکا سربېره یو شمېر اروپايي هېوادونو هم د روسي شتنمو د پانګو او شتمنیو د کنګلولو اعلان کړی او په دې لړ کې یې د هغوی ځینې شخصي بېړۍ او چورلکې درولې هم دي.

پوتین

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر اوکرایین سره د میلیاردونو ډالرو دا مرسته داسې مهال اعلان کړې چې د روسي د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دېمیتري پېسکوف د پنجنشبې پر ورځ خبرداری ورکړ چې د لوېدیځ لخوا اوکرایین ته د وسلو استول به د اروپا امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.

هغه د پنجشنبې پر ورځ خبریالانو ته ویلي چې اوکرایین ته د وسلو لېږلو لیوالتیا د اروپا ټوله لویه وچه کې امنیت ته خطر پېښوي او د "بې ثباتې اور ته لمن وهي."

تر هغه مخکې پخپله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم خبرداری ورکړی و چې هغه هېوادونه به یې له چټک غبرګون سره مخامخ شي چې د اوکرایین جګړه کې په لاسوهنې سره د ده په وینا روسیه له "ستراتېژیکو ګواښونو" سره مخامخوي.