د روسیې اوکرایین جګړه؛ خېرسون کې بریدونو اووه تنه وژلي

اوکرايين

د عکس سرچینه، Reuters

د اوکرایین په سوېلي ښار خېرسون کې چارواکي وايي دغلته د روسیې هوايي بریدونو لږترلږه اووه تنه وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.

په چاودنو کې د ښار د مرکزي سیمو د استوګنې او اداري ودانیو ښیښې ماتې شوې دي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي، په هغې سیمې کې هېڅ پوځي تاسیسات نشته.

خېرسون، یوازینی سیمه ییز مرکز دی چې د روسیې لخوا تر نیول کېدو وروسته، تېره میاشت د اوکرایین لخوا بېرته ونیول شو.

تر هغه وخت وروسته دا سیمه په بیا بیا د روسي ځواکونو لخوا په نښه شوې چې ډېنیپرو سیند بلې غاړې ته پروت دی.

تر برید وروسته په تصویرونو کې د ځمکې پر سر یو شمېر جسدونه، موټرونه او د اور په لمبو کې ویجاړې شوې ودانۍ ښکاري.

دا برید دقیقا پر اوکرایین د روسیې د یرغل لس میاشتې وروسته شوی دی.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي، "ښايي ټولنیزې شبکې به دا عکسونه د حساسې منځپانګې په توګه خپاره کړي. خو دا کومه حساس منځپانګه نه ده، بلکې دا د اوکرایین او اوکراینیانو اصلي ژوند دی."

روسیې په وار وار په خپلو بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي دي.

څو ورځې وړاندې امریکا ته د ولسمشر زېلېسنکي د سفر پر مهال د امریکا ولسمشر جوبایډن ژمنه وکړه، چې د پرمختللي هوايي دفاعي سیسټم په ګډون به له اوکرایین سره د دفاع پیاوړي کولو کې خپلې مرستې روانې وساتي.