د روسیې یوه ناقانونه پالنځي کې اور لګېدنې شل کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
روسي چارواکي وايي، د سایبریا په کېمېروف ښار کې د بوډاګانو په یوه کور کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي دي.
شپږ تنه نور ټپیان شوي. د تیرې شپې اورلګېدنې له امله د لرګیو د یوې دوه پوړیزې ودانۍ پورتنی چت ټول سوځیدلی دی.
لومړني راپورونه وايي، دا پېښه ښايي د بایلر د تودوخې د ناسمې ګرمۍ له امله رامنځته شوی وي.
ټاس خبري اژانس د چارواکو له قوله ویلي، د لویانو او بوډاګانو لپاره دا شخصي کور په ناقانونه توګه کارېده.
لسګونو اور وژونکي یا د اطفایې کارکوونکي سیمې ته رسېدلي وو او اور یې د شنبې په سهار مړ کړ.
د سیمې والي په وینا اوس به هلته ټول تاسیسات وګوري او معاینه کړي چې معلومه کړي د پېښې اصلي لامل څه دی. د جنايي کړنو په تړاو هم څېړنې پیل شوې دي.
د اور وژنې ځایی چارواکو تاس ته ویلي، په ټوله روسیه کې د لویانو لپاره ډیری غیر راجستر شوي کورونه فعالیت کوي. چې د دوی شخصي ملکیت ګڼل کیږي، دغه راز دوی د اور وژنې خوندیتوب د څارنې او ارزونې تابع هم نه دي.
په ۲۰۱۸ کال کې هم د کېمېروف ښار په تفریحي مرکز کې د اور لګېدنې له امله د ۳۷ تنو ماشومانو په ګډون شپېته تنه وژل شوي وو.
د ۲۰۲۰ کال په می میاشت کې بیا په مسکو کې د بوډاګانو اوسېدو په یوه کور کې د اور لګېدو له امله نهه تنه وژل شوي وو او ګڼ نور یې ټپیان کړي وو.
هغه مهال د پېښې لامل د برېښنا شارټي بلل شوې وه.









