فیليپين کې د اورلګېدنې له کبله اته تنه وژل شوي

د ویډیو تشریح، په ډرون کامرې اخېستل شوی ویډیو کې د اورلګېدنې سيمه ښکاري

په فیليپين کې ځايي‌ چارواکي وايي چې پلازمېنې مانیل ته څېرمه په ګڼو کورونو کې د اورلګېدنې له کبله د ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي‌ دي.

اور د ځايي وخت له مخې په شنه سهار پنځه بجې لګېدلی او شاوخوا ۸۰ کورونه یې لولپه کړي دي.

د اوروژونکو په باور اورلګېدنه لومړی د فیليپين پوهنتون انګړ ته څېرمه د دویم پوړ په یوې خونې کې رامنځ ته شوې.

خو تر اوسه د اورلګېدنې اصلي لامل نه دی مالوم شوی.

د اوروژنې ډلې یوه چارواکي ګرګ بیچایډا فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د اور مړ کولو هڅو شاوخوا دوه ساعته وخت ونیو.

ښاغلی بیچایډا وايي، "اور په ډېرې چټکۍ سره خپور شو" او قربانیان په دې نه وو توانېدلي چې له کورونو وتښتي.

د ده په خبره، له وژل شویو یې شپږ ماشومان وو.

دغه چارواکی زیاتوي چې، "د دې سیمې کورونه له نامناسبه موادو جوړ شوي وو او چې څنګه اور ولګېد خلک وارخطا شول".‌

ښاغلی بیچایډا وايي چې که څه هم د اوروژنې مرکز د دوی تر څنګ و خو خلک نه وو توانېدلي چې په سمدستي دوی خبر کړي.

له ګڼو ټاپوګانو جوړ فیليپين جمهوریت د نړۍ له څو ګڼ نفوسه هېوادونو دی چې د اټکل له مخې یې د وګړو شمېر تر سل میلیون اوړي.

د دغه هېواد پلازمېنه مانیل هم د ګڼو خلکو د اوسېدو سیمه ده او اټکل کېږي چې په دغه ښار او ورڅېرمه سیمه کې شاوخوا ۱۳ میلیون خلک اوسېږي.

له دوی یې زرګونه خلک د مانیل په ډېرو ګڼ مېشته سيمو کې ژوند کوي او وخت نا وخت د اورلګېدنې پېښې پکې رامنځ ته کېږي.