ګرځند ټولګی، چې د ماشومانو کور- کلي ته ورځي
د فیلیپین په ټګکاویان سیمه کې د کووېډ – ۱۹ له کبله د کلیوالو سیمو زدکونکي له زدکړو محروم شوی وو. اوس د رضاکارو ښوونکیو یوې ډلې په تازه نوښت کې د دې ماشومانو لپاره د یوه ګرځنده ټولګي انتظام کړی. دوی دا ټولګی د رېل ګاډي داسې پټلیو له لارې چې ډېرې نه کارول کېږي، د کلیوالو ماشومانو کور- کلي ته وروړي.