د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلېنسکي له خپل امریکايي سیال جو بایډن سره په سپینه ماڼۍ کې ګډې خبري غونډې ته خبرې کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ته له رسېدو وروسته د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلېنسکي له خپل امریکايي سیال جوبایډن سره خبرې کوي. دا په فبرورۍ کې پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته لومړی ځل دی، چې ښاغلی زېلېنسکي له هېواده بهر سفر کوي.
په سپینه ماڼۍ کې د ښاغلي زېلېنسکي له هرکلي کولو وروسته ښاغلي بایډن ژمنه وکړه، چې د پرمختللي پاټریاټ هوايي دفاعي سیسټم په ګډون له اوکرایین سره د دفاع پیاوړي کولو کې مرستې روانې وساتي. نوموړي ولسمشر زېلېنسکي (د کال سړی) وباله او د روسیې پر ولسمشر ولادیمر پوتین یې د ده په خبره د ظالمانه جګړې له کبله نیوکې وکړې.
ښاغلي زېلېنسکي د روان ملاتړ له کبله د ښاغلي بایډن مننه وکړه او هغه مډال یې ورته ډالۍ کړ، چې ده د جګړې لومړۍ کرښې یوه پوځي افسر ورکړی و.
ولودیمر زېلېنسکي وویل: ''زموږ د عام ولس لخوا ستاسو د عام ولس مننه کوم، امریکایانو... زه د زړه له کومي دا ستایم.)) د یادونې ده، چې ښاغلی زېلېنسکي به د امریکا کانګرېس ته وینا وکړي او دغه راز به په پلازمېنه واشنګټن کې له یو شمېر امریکايي چارواکو سره غونډې وکړي. ''
څو شېبې مخکې دواړه مشران د یوې ګډې خبري غونډې لپاره راووتل. ښاغلي بایډن د خبرو پیل کې وویل، خوښ دی چې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر زېلېنسکي هرکلی کوي.
نوموړی وايي، دوی دواړه د اوکرایین جګړې له پیله په اړیکه کې وو، خو په وینا یې ''دا په ځانګړې توګه ښه ده '' چې مخامخ سره ویني او ''د یوه بل سترګو ته ګوري. '' ولسمشر بایډن وايي، دا لیدنه داسې مهال کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین پر اوکرایین ''خپل ظالمانه بریدونه ډېر کړي. ''

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې امریکا او اوکرایین باید په ۲۰۲۳ کال کې هم د یوه بل تر څنګ ودرېږي. نوموړي زیاته کړه، ۳۰۰ ورځې کېږي چې روسیې پر اوکرایین یرغل کړی او دا مهمه ده، چې نړیوال باید د ښاغلي زېلېنسکي خبرو ته غوږ ونیسي.
ولسمشر زېلېنسکي بیا ګډې خبري غونډې ته وویل، واشنګټن ته د دې لپاره ورغلی چې د امریکا د ولسمشر او خلکو مننه وکړي، چې د دوی ملاتړ کوي.
د نوموړي په وینا په ځانګړې توګه د جګړې په تېرو ۳۰ ورځو کې اوکرایین او امریکا د یوه بل ''رښتیني ملګري او متحدین شول '' اوکرایین ولسمشر وايي، د نن په خبرو کې یې له اوکرایین سره له ځانه د دفاع لړ کې د ښاغلي بایډن ملاتړ په خاطر د هغه له مننې مخکې هم دا ملګرتیا محسوسه کړه.
په ورته وخت کې د سې شنبې په ورځ د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د کانګرس ټولو غړو ته په یوه یادښت کې سپارښتنه کړې چې د چارشنبې شپې ته کانرګس کې حتماً حاضر شي.
په تېرو لسو میاشتو کې ولودیمیر زیلېنسکي پلازمېنه کېیف کې د ګڼو بهرنیو مشرانو کوربه و او د جګړې لومړیو کرښو ته یې څو ځلې سفرونه کړي.
تازه د سې شنبې په ورځ د بهموت ښار د جګړې لومړۍ کرښې ته ورغلی و.
امریکا تر اوسه له اوکرایین سره د اتلسو میلیاردو او پنځو سوو میلیون ډالرو پوځي او تسلیحاتي مرستو بودیجه په پام کې نیولې ده.








