له لوکاشینکو سره د پوتین لیدنه؛ اوکرایین له بیلاروس د وېرې له کبله د خپلې پولې دفاع ټینګه کړې ده

Russian President Vladimir Putin and Belarusian President Alexander Lukashenko shake hands before their meeting at the Palace of Independence in Minsk, Belarus

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، مینسک کې د بیلاروس او د روسیې د ولسمشرانو الکسندر لوکاشینکو او ولادیمیر پوتین لیدنه
    • Author, توماس میکنټاش
    • دنده, بي بي سي نیوز، لندن

پر اوکرایین د روسیې د تازه بریدونو په تعقیب،‌ د اوکرایین یوه چارواکي ویلي، له بیلاروس سره یې پر ګډه پوله خپل دفاعي ګامونه ټینګ کړي دي.

د اوکرایین د کورنیو چارو مرستیال وزیر یون ینین بي بي سي ته ویلي، کېیف د خپلو پوځي ځواکونو او مهماتو په ډېرولو سره، د بیلاروس پر سرحد خپل دفاعي ډال ټینګ کړی دی.

دا ګام وروسته تر هغه واخیستل شو،‌ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د بیلاروس پلازمېنه مینسک ته د سفر پرمهال ددغه هېواد له ولسمشر سره وکتل.

بیلاروس له اوکرایین او روسیې سره ګډه پوله لري.

د روسیې دفاع وزارت بیلاروس ته د ښاغلي پوتین تر سفر وړاندې ویلي وو چې بیلاروس کې مېشت روسي ځواکونه به د ګوربه هېواد له پوځ سره ګډې پوځي مانورې ترسره کړي.

که څه هم بیلاروس نېغ په نېغه پر اوکرایین د روسیې جګړه کې برخه نه ده اخیستې، خو روسي ځواکونو ته یې اجازه ورکړې چې د اوکرایین د اشغالولو لپاره د دوی له خاورې ګټه واخلي.

روسیه او بیلاروس د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین تر یرغل څو ورځې مخکې د اوکرایین پر پوله ګډې پوځي مانورې کړې وې.

Russia and Belarus holding joint military drills in February 2022

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، روسیه او بیلاروس د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین تر یرغل څو ورځې مخکې د اوکرایین پر پوله ګډې پوځي مانورې کړې وې.

مسکو له اوکرایین سره په جګړه کې د ملاتړ ډېرولو لپاره پر بیلاروس فشار ډېر کړی،‌ خو د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف دا رپوټونه "احمقانه او بې‌بنسټه" بللي دي.

د روسیې ولسمشر د لومړي ځل لپاره په تېرو درې نیمو کلونو کې د بیلاروس له ولسمشر الکسندر لوکاشینکو سره په مینسک کې کتلي دي.

د دواړو مشرانو دا دوه ساعته لیدنه "کارنده" بلل شوې ده.‌

څرګنده نه ده چې دواړو غاړو پر کومو مسلو خبرې کړې دي، خو ښاغلي پوتین له دې ناستې وروسته یوه خبري کنفرانس کې وویل، مسکو د هېچا د "جذبولو" په لټه کې نه دی.

پوتین دا هم وویل چې "دوښمنان" غواړي د بیلاروس او روسیې د یووالي مانع شي.

د بي بي سي شنونکی سټیو روزنبرګ وايي، له دې خبري غونډې ښکاري چې دواړو مشرانو پر اقتصادي اړیکو، سوداګریزو راکړو ورکړو او امنیتي مسلو خبرې کړې دي.

د ښاغلي روزنبرګ په وینا، د روسیې ولسمشر ویلي، ځینې پوځي الوتکې د اټومي توغندیو لېږدولو ته چمتو شوې دي او روسیه اوسمهال ددغو الوتکو د خدمې د روزنې په درشل کې ده.