د امریکا د سنت لویس ښار ښوونځي کې ډزې؛ ۳ کسان وژل شوي ۷ ټپيان دي

People embrace outside the school

د عکس سرچینه، Reuters

د امریکا د میسوري ایالت د سنت لویس ښار یوه ښوونځي کې ډزې شوي چې د مشکوک بریدګر په ګډون لږ تر لږه ۳ کسان پکې وژل شوي.

پولیسو ویلي دې پېښه کې اووه نور کسان ټپیان دي.‌

دغه وسله وال زلمی په ځايي وخت دوشنبه شاوخوا ۹ بجې د هنرونو زدکړې دغه ښوونځي ته ورننوتی او ډزې یې کړې دي.

رپوټونو کې ویل شوي چې دغه وخت کې د ښوونځي دروازې تړلې وي او تر اوسه مالومه نه ده چې هغه څنګه ورننوتی دی.

عیني شاهدانو ویلي دې پېښې ځکه ډېره مرګژوبله نه درلوده چې د بریدګر ټوپک مرمۍ بنده کړه.‌

د سنت لویس دا عامه ښوونځی وايي پولیس ژر لاس په کار شول او د بریدګر مخه یې ونیوه.‌

پولیسو ویلي بریدګر ۱۹ کلن هلک او د همدغه ښوونځي پخوانی زدکوونکی و چې د دوی سرتېرو سره د ډزو تبادله کې لومړی ټپي او بیا وروسته د همدغو ټپو له کبله مړ شو.‌

تر اوسه مالومه نه ده چې هغه ولې پر دغه کار لاس پورې کړی.

سنت لویس ښوونځی شاوخوا ۴۰۰ زدکوونکي لري.

Emotional parents outside the school

د عکس سرچینه، KMOV

پولیسو ویلي یوه پېغلوټې نجلۍ د پېښې ځای کې وژل شوې او بلې ښځې روغتون ته تر لېږدول کېدو وروسته ساه ورکړې.

د پېښې ټپیانو کې هم درې نجونې او څلور هلکان دي‌ خو رسنیو د ټولو روغتیايي وضعیت ډاډ وړ بللی.

د ځايي پولیسو کمېشنر میشل ساک وايي بریدګر سلګونه نورې مرمۍ چې په نږدې لسو غټو شاجورونو کې ځای پر ځای شوې وې، له ځان سره درلودې. د هغه په وینا دا پېښه تر دې خورا ډېره خونړۍ ثابتېدای شوه.‌

د امریکا فدرالي څېړنې پولیسو د دې پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې.

یوې زدکوونکې ځايي "کې اېم او وي" رسنۍ ته ویلي چې بریدګر خپلې یوې ملګرې ته ورنږدې شو او پوښتنه یې ترې وکړه چې "ایا مرګ ته چمتو یې؟"

د تانیا ګولستون په نوم یوې بلې ۱۶ کلنې زدکوونکې ویلي بریدګر د دوی ټولګي ته هم ورننوت او هڅه یې وکړه چې ویې ولي.

نوموړې وايي "هڅه مې کوله چې منډې کړم، خو نه مې شول کولی. زه او هغه سترګې په سترګې شوو - په تښتېدو ځکه بریالۍ شوم چې ټوپک یې بند شو."

هغه وایي بریدګر په لوړ غږ ویل چې "نور له دې لعنتي ښوونځي ستړی یم."

Two students hug an adult

د عکس سرچینه، KMOV

د پولیسو په وینا بریدګر همدا تېر کال له دغه ښوونځي فارغ شوی او د جرمي چلن مخینه نه لري.‌

د برید یوه قربانۍ د ښوونځي د روغتیا ۶۱ کلنه ښوونکې بلل شوې.

ویل کېږي هغې له ۲۰۰۸ کال راهیسې دغه ښوونځي کې تدریس کاوه او د اوو لمسیو نیا ده.‌

ښوونځي کې د ډزو دا پېښه په داسې وخت شوې چې پر همدې ورځ امریکا کې یو بل زلمی هلک تېره نومبر میاشت د میشیګن ایالت یوه ښوونځي کې د ډزو له کبله د ترهې او وژنې په ګډون ۲۴ مورده تورونو کې ګرم پېژندل شوی.