د امریکا ټکساس ایالت په یوه ښوونځي کې ۲۱ کسان په ډزو وژل شوي دي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونو ټکساس ایالت په یوه لومړني ښوونځي کې د ډزو پایله کې ۱۹ ماشومان او دوه لویان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، ۱۸ کلن زلمي د یووالد ښار په دې ښوونځي کې پر ماشومانو ډزې وکړې او خپله هم وروسته د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو.
چارواکي وايي، بریدګر په اې ار- ۱۵ ډوله نیمه اتوماتیکه وسله سمبال و، چې ګڼ شمېر مرمۍ یې هم درلودې.
ویل کېږي بریدګر زلمي د ښوونځي پر زدکوونکو له ډزو مخکې خپله انا هم وژلې ده.
د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي دي، ګومان کېږي چې بریدګر زلمی د سیمې یوې لیسې زدکوونکی و.
د پولیسو ځايي مشر پیټ اریډونډو وایي، برید د سې شنبې پر ورځ له ځايي وخت سره سم ۱۱ نیمې بجې پیل شو او څارندویانو په باور بریدګر 'په یوازې سر دا ناوړه جرم ترسره کړی. '
د ټکساس والي یا ګورنر ګریګ ابټ په وینا بریدګر چې ده د سوادور راموس په نامه یاد کړ، د پېښې ځای ته په یوه موټر کې تللی او د موټر له خوشي کولو وروسته یې 'په وحشتناک ډول ډزې پیل کړې. '
په برید کې یوه وژل شوې ښوونکې د ایوا میریلس په نامه یاده شوې ده.

د عکس سرچینه، Google Maps
د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې پېښې په تړاو سپینه ماڼۍ کې د وینا پر مهال وویل: ''کله به موږ د ټوپکو پلورونکو پر ضد درېږو، زه له دې (موضوع) ستړی شوی یم، موږ باید عملي اقدامات وکړو. دا مه راته وایاست چې موږ پر دې ټولوژنه اغېز نه شو کولای، دا خبره له لویه سره ناسمه ده، چې یو ۱۸ کلن زلمی ځي او د وسلو پلور له دکانه دوه ټوپکونه اخلي. په نوره نړۍ کې د ډله ییزې وژنې داسې پېښې خورا لږ کېږي. ''
د یادونې ده، چې له سان انتونیو ښاره ۱۳۵ کیلومتره لېرې دې ښوونځي کې ټولټال نژدې ۵۰۰ زدکوونکي زدکړې کوي.
دې ښوونځي کې د دویم، دریم او څلورم ښوونځي زدکوونکو ته زدکړې ورکول کېږي چې د ډېری عمرونه له اووه کلنۍ تر لس کلنۍ پورې دي.
د ایسوشیټیډ پریس په رپوټ کې ویل شوي، د امریکا سرحدي ځواکونو یو افسر چې د پېښې پر مهال ښوونځي ته نژدې و، په چټکۍ سره هلته ورسېد او بریدګر یې په ډزو وواژه چې له مکسیکو سره د امریکا پولې ته نژدې دې ښارګوټي په ښوونځي کې یې برید کړی و.









