"د افغانستان ۱۰ کلنه اقتصادي وده یو کال کې له منځه تللې"؛ طالبان یې پړه پر بندیزونو اچوي

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو راهیسې د دغه هېواد لس کلنه اقتصادي وده په ۱۲ میاشتو کې له منځه تللې ده.
د ملګرو ملتونو پرمختیايي ادارې د چارشنبې پر ورځ په خپل خپور شوي رپوټ کې د افغانستان یو کلن اقتصادي او سیاسي حالت ته کتنه کړې.
رپوټ کې یاد سازمان ویلي، واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې افغانستان د اقتصادي کړکېچ په ګډون نورو کړکېچونو سره مخ دی چې یوازې بشري مرستې ورته بسنه نه کوي.
په دغه رپوټ کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام وايي:"د تور بازار خلاف دغه هېواد کې اقتصاد د له منځه تلو په حال کې دی او د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته یې نږدې ۵ میلیارد ډالر له لاسه ورکړي چې دا د دغه هیواد د لس کلنې اقتصادي ودې لاسته راوړنه وه."
د معلوماتو د راکړې ورکړې د بشپړ سېستم لېدلو لپاره خپل براوزر تازه کړئ
طالبانو دغه رپوټ ته په غبرګون کې ویلي اوسني اقتصادي حالت د نړیوالو بندیزونو او په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان اوږد مهالو اقتصادي پلانونو ته د نه پاملرنې پایله ده.
د معلوماتو د راکړې ورکړې د بشپړ سېستم لېدلو لپاره خپل براوزر تازه کړئ
د طالبانو د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب بي بي سي پښتو ته ویلي:"تېرو شلو کلونو کې د افغانستان اقتصاد تر ډېره حده په وارداتو او د بهرنیو ملکونو پر ملاتړ ولاړ و، د نظام له بدلو ن سره د بهرنیو مرستو بندېدل او پر بانکي او مالي سیسټم تعذیرات او د افغانستان د پانګي کنګل کېدل هغه بهرني عوامل دي چې د افغانستان پر اقتصاد یې منفي اغيز کړی."
د خوراکي توکو بیو کې ۳۵ سلنه لوړوالی
ملګرو ملتونو په تازه رپوټ کې افغانستان بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي ته په اشارې ویلي:
"د وړو هرې کڅوړې په بیه کې لږ تر لږه ۳۵ سلنه لوړوالی راغلی دی چې له امله یې ډېری خلک د پورونو اخیستو او خپلو ملکیتونو پلورلو ته اړ کړي دي."

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو له لوري په خپور شوي رپوټ کې همدا راز راغلي، د کرونا وبا او جګړې له امله افغانستان کې لږ تر لږه ۷۰۰۰۰۰ کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او زیاته کړې یې ده "سره له دې چې ۴۰ کلنې جګړې افغانان ډېر وځپل خو وروستي یو کال کې یې لوی بحرانونه تجربه کړل او یو بېړنی بشري حالت رامنځته شو چې پکې بانکي او مالي سیسټمونه مخ په خرابېدو شول، اقتصادي خوځښت کې د ښځو ونډه محدوده او له شپږم ټولګې پورته نجونې له زده کړو راوګرځول شوې."
د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې مشر اچیم ستېنر افغانستان کې د "ابادي"په نامه د مرستو د نوي پروګرام پر پېلېدو ټینګار کړی چې له مخې به یې راتلونکی دوه کاله دوه میلیونه کسانو ته د کار او ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.
دغه پروګرام کې زیانمنو کسانو او ښځينه متشبثینو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پر ښځو محدویتونه
ملګرو ملتونو همدا راز په خپل خپور شوي رپوټ کې اقتصادي برخه کې د ښځو ونډه اړینه بللې او وړاندوینه یې کړې چې که په اقتصادي برخه کې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه په همدې بڼه دوام وکړي له امله به یې د افغانستان اقتصاد ۱ میلیارد ډالر یا ۵ سلنه کورني نا خالص عواید له لاسه ورکړي.
ملګري ملتونه داسې حال کې اقتصادي برخه کې د ښځو پر اغېزمنتیا تینګار کوي چې طالبانو پرې بېلابېلو برخو کې محدودیتونه لګولي او له شپږم پورته نجونو پر مخ یې ښوونځیو دروازې تړلې دي.
له تېر اګست راهیسې د طالبانو حکومت یوازې څو محدودو وزارتونو کې ښځې خپلو کارونو ته پرېښې دي، خو نورې کارمنانې یې په کور کېنولې دي.
طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو دغه رپوټ ته غبرګونه نه دی ښودلی. خو پخوا یې تل د اقتصادي ستونزو پړه د مرستو پر کموالي او بندیزونو اچولې ده.










