سور صلیب؛ له نړیوالو مرستو پرته به د افغانستان وضعیت نور خراب شي

لوږه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د لوږې یا فقر کچه په کې لوړه ده.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي، که له دغه هېواد سره نړیوالې مرستې ونه شي، "حالت به یې لا نور خراب شي."

سور صلیب دغه خبرداری داسې مهال ورکوي چې په افغانستان ژمی په رانژدې کېدو دی او وېره دا ده چې ښايي د تېر کال پرتله سږ کال نړیوال مرستې کمې وي.

سور صلیب وايي "لوږه د افغانستان لپاره جدي ګواښ دی، لسګونه زره کسان بې دندو شوي او د ژوند اړتیاوو په پوره کولو کې له ستونو سره مخ دي."

د کار د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې، تېره یوه کال کې نژدې یو میلیون خلک بې دندو شوي دي او د روزګار د نشتوالي کچه په کمساري ډول لوړه شوې.

احمد خان "اصلي نوم یې نه دی" د ننګرهار اوسېدونکی دی او د تېر حکومت پر مهال یې په ساختماني پروژو کې مزدوري کوله. اوس له ۱۴ میاشتو راهیسې بې دندې دی.

ښاغلي خان بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل "د کار هېڅ درک نشته، نه په چوک کې مزدوري پيدا کېږي او نه هم د نور کار فرصت شته، زه نهه اولاده لرم، هېڅ داسې ځای نشته چې زه پکې کار وکړم او بچیانو ته مې پرې خواړه، کالي او نور ضرورتونه پوره کړم."

سره صلیب پر خپله ټوېټر پاڼه دا هم ویلي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت د نور خرابېدو مخنیوي لپاره "پانګونې ته اړتیا ده."

خو ځینې پانګوال بیا په دې باور دي چې پر افغانستان د بندیزونو له امله په دغه هېواد کې د پانګونې بهیر ټکنی شوی دی. د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، لا هم افغان پانګوال له بهره د پيسو په وړلو کې له ستونزو سره مخ دي.

کابل

د عکس سرچینه، AFP

ملګرو ملتونو د روان کال په پیل کې د افغانستان د بشري کړکېچ لپاره د څه باندې څلور میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه خو تر اوسه یې د غوښتل شویو پيسو ډېره برخه نه ده تر لاسه کړې.

په افغانستان کې د ملګرو متلونو استازولۍ پرون "سه شنبه" ویلي و، تېر یوه کال کې یې څه باندې یو میلیارد نغد ډالر د بشري مرستو په ډول دغه هېواد ته وړي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره وايي، په دغه هېواد کې "نژدې ۲۴ میلیونه خلک د ژوندي پاتېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري."

د دغه بنسټ په وینا، له دغې ډلې ۱۹ میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري. هاغسې چې سور صلیب یې وايي، د احمد خان په څېر بې وزلو لپاره نړیوالي بشري مرستې په لنډمهال د ژوند پایېدو لپاره خورا مهمې دي.