افغانستان کې بېوزلي: اقتصاد پرځېدو ته نژدې شوی

د ویډیو تشریح، افغانستان کې بېوزلي: اقتصاد پرځېدو ته نژدې شوی

د سویډن حکومت یوه وزیر خبرداری ورکړی چې د افغانستان اقتصاد له هغه ژر په پر ځېدو دی چې فکر یې کېده. سویډن یو له هغو اروپايي هېوادونو دی چې له افغانستان سره ډېرې بشري مرستې کوي.

له هغه راهیسې چې، په تېر اګست کې، طالبان پر افغانستان واکمن شوي، ګڼو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو په دغه هېواد کې پراختیايي کارونه بند کړي دي.

همدې لسګونه زره کسان بې دندو کړل او له اقتصادي کړواونو سره مخامخ دي.