سره صلیب بې قید او شرطه د خپلو کارکونکو خلاصون غوښتنه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
د سره صلیب 'ICRC 'نړيوالې ټولنې د خپلو هغو دوو تښتول شویو کارکوونکو په خوندي ډول او بې له کوم قید او شرطه د خلاصون غوښتنه کړې چې دوې اوونۍ وړاندې د افغانستان په شمال کې وتښتول شول.
چارواکي وايي، د دغه بنسټ یو کاروان د جوزجان ولایت قوش تپې ولسوالۍ ته د مرستو رسولو پر مهال د وسله والو کسانو له برید سره مخامخ شوي وو.
په دې بريد کې د دغه بنسټ شپږ کارکوونکي وژل شوي او دوه کسه بریدګرو ژوندي له ځانه سره بیولي وو.
د سره صلیب ویاند احمد رامين بي بي سي ته وویل، له سيمه ييزو چارواکو، قومي مشرانو او د دولت له مخالفو وسله والو ډلو یې غوښتي چې د دوی د دوو کارکوونکو د خوشي کېدو په برخه کې مرسته وکړي.
له دې پېښې وروسته د سره صلیب نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د خپلو بشري مرستو لړۍ د لنډ مهال لپاره درولې ده.
په همدې حال کې د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري بي بي سي ته وویل چې د سره صلیب د دوو کارکوونکو د خوشي کولو لپاره یې څو ځلې قومي مشران درزاب ولسوالۍ ته لېږلي دي، خو وايي تر اوسه يې دغه کار مثبته پایله نه ده لرلې.

د عکس سرچینه، Getty Images
وسله والو طالبانو ویلي، په دې پېښه کې لاس نه لري او تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی، خو افغان چارواکي د پېښې تر شا د داعش لاس بولي.









