نړیوال سره صلیب د ۶ کارکوونکو له وژل کېدا وروسته افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول

د عکس سرچینه، Reuters
د سره صليب د نړیوالې کمېټې د شپږو کارکوونکو مړي لومړی د جوزجان ولایت مرکز شبرغان او له هغه ځایه مزار شریف ته ولېږدول شول.
سیمه ییز چارواکي وايي د دغو کسانو پر جسدونو د مرمېو نښې چې له نژدي نه ویشتل شوي ليدل کېږي.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې چارواکي وايي، د دوی همکاران له خلکو سره د مرستې په خاطر جوزجان ته تللی و چې د وسله والو خوا پرې برید وشو.
د چارواکو وینا ده چې په دې کاروان کې درې تنه موټر چلوونکي او پنځه نور مامورین وو چې په دې برید کې یې شپږ کسان وژل شوي او ګومان دی چې وسله والو کسانو دوه نور کسان له ځان سره بېولي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې مشر دومنیک سټیل هارټ وویل، د اوس لپاره یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي:

د عکس سرچینه، AFP
"افغانستان له یوه ستونزمن کال نه تېر شو، په ۲۰۱۶ کال کې تاوتریخوالی د ریګاډ تر کچې و چې ناوړه بشري پایلې یې لرلې.
موږ خپله ټوله هڅه کوو چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو چې له ملکي خلکو سره چې جګړو ځپلي دي مرسته وکړو. خو د اوس لپاره زموږ فعالیتونه ځنډول شوي، موږ غواړو په روښانه توګه پوو شو چې څه پېښ شول، لکه څرنګه چې مې وویل افغانستان زموږ لپاره مهم دی موږ به خپل ټول وس وکړو چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړو. "
د سره صلیب نړیواله کمېټه له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.
د جوز جان ولایت د پولیس مشر رحمت الله ترکستاني وايي "داعش" ډله په دې ولایت کې فعاله ده او په دې هکله یې وار دمخه د سره صلیب کمیټې ته خبرداری هم ورکړی و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، AFP
د چارواکو په وینا، ښايي همدې ډلې د سره صلیب شپږ تنه کارکوونکي وژلي وي.
که څه هم تراوسه کومې ډلې د سره صلیب د مامورینو د وژلو پړه په غاړه نه ده اخیستې داعش ډله له ۲۰۱۵ کال راهیسې په افغانستان کې فعاله ده او تر اوسه یې په کابل او د هېواد په ختیځ کې د څو بریدونو مسوولیت منلی دی.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، د سره صلیب پر کاروان برید د دوی کار نه دی، بلکې په وینا یې دا د اختطافګرانو کار دی.

د عکس سرچینه، AFP









