سور صلیب: په حلب ښار کې بشري ناورین روان دی

د عکس سرچینه، Reuters
د سره صلیب نړیواله اداره وایي، د سوریې په حلب ښار کې روانې جګړې کابو پنځوس زره ولسي وګړي بېځایه کړي دي. خو د حکومت مخالفین وايي، تر سلو زرو ډېر وګړي له شمالي حلب نه د جګړوله کبله تښتېدلي دي.
له تېرو دوو اوونیو راهیسې ښار ته اوبه هم بندې شوي.
د اوبو پمپونه په جګړه کې له منځه تللي، برېښنا او تېل هم کم موندل کېږي.
له ترکیې څخه هغه ورتلونکې لارې چې مرستندویه ادارو به پرې تګ راتګ کاوه، اوس تړل شوي دي.
د بې پولو ډاکټرانو ټولنه وایي، لږ تر لږه درې هغه روغتونونه چې دوی ورسره مرسته کوله، بمبار شوي دي.
د روانې جګړې تر پیلېدو د مخه هم په حلب ښار کې بشري وضعیت چندان ښه نه و.

د عکس سرچینه، .
خو مرستندویه ادارې وایي، روان بشري ناورین اوس بشپړه تباهي رامنځته کړې ده.
ملګرو ملتونو هم تېره ورځ د هغو کابو درییو لکو ولسي وګړو په اړه اندېښنه ښودلې وه چې دا وخت په حلب ښار کې بند پاتې دي.
پر دوی سربېره کابو دېرش زره سوري کډوال له ترکیې سره پر ګډه پوله راټول شوي.
ملګرو ملتونو په سې شنبې له ترکیې وغوښتل چې د دې کډوالو پر مخ دې خپله پوله پرانیزي.

د عکس سرچینه، Getty
خو ترکیه ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه دې د سوري کډوالو د ناورین اصلي لاملونه له منځه یوسي، او یوازې پر انقرې دې بېځایه فشار نه راوړي.

د عکس سرچینه، Getty








