"د حلب ښار عملياتو کې سلګونه کسان وژل شوي"

د عکس سرچینه، .
د سوريې څخه د راغلو راپورونو له مخې د حکومتي ځواکونو له خوا پر حلب ښار د تېرو ۱۰ ورځو بريدونو کې له ۵۰۰ زيات ولسي وګړي وژل شوي دي.
په دغه عملياتو کې د روسي الوتکي هم د سوريې پوځ ملاتړ کوي.
د سوريې لپاره د بشري حقونو د څار لندن مېشتې ډله وايي په "وژلو شويو کسانو کې لږ ترلږه ۲۳ ماشومان دی، چې د روسيې هوايي بريدونو کې يې خپل ژوند له لاسه ور کړی دی".
په همدې حال کې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د امريکا هغه تورونه چې د دوی هوايي بريدونو په سوريه کې بشري ناروين رامنځ ته کړی رد کړي دي.
همدا ډول ملګرو ملتونو ويلي، چې د حکومتي ځواکونو له خوا د حلب ښار د ځينو برخو کلابندۍ له امله تر۳۰۰ زيات کسان د خوړو له نشتوالي سره مخ دي.
حلب چې يو وخت د سوريې مهم تجارتي او صنعتي مرکز بلل کېده، ۲۰۱۲ کال کې نژدې نيم شوی چې يوه برخه يې د حکومت او بله يې د ياغيانو تر ولکې لاندې ده.
له يوې اوونۍ وړاندې د سوريې پوځ او ملاتړو ډلو يې د روسيې هوايي ځواک په مرسته د حلب په شمالي برخه کې عمليات پيل کړي دي، چې په تېزۍ سره يې د دو ښارګوټو کلابندي ماته کړې ده او ښار ته د مخالفو وسله والو يوه لويه لاره يې هم تړلې ده.

د عکس سرچینه، Getty
تېره ورځ سې شنبې (۹ فبروري) د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري خبرداری ورکړی و، چې د روسيې له خوا د سوريې حکومت پر مخالفو ډلو هوايي بريدونه کولی شي د سوريې د کورنۍ جګړې په اړه د سولې خبرې له ستونزو سره مخې شي.
ښاغلي کېري ويلي وو "په حلب او شاوخوا سيمو کې د روسيې کړنو د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړې دي".
ښاغلی کېري به سبا (۱۱ فبروري) له سرګي لاوروف او روسي چارواکو سره د سولې خبرو په تړاو ميونيک کې وګوري.
په همدې حال کې سوريه وايي چې له ترکیې سره نژدې د خپلو پولو د ساتلو او د حلب بېرته نيولو لپاره به عملياتو ته دوام ورکوي.

د عکس سرچینه، EPA
په دې اړه د ولسمشر اسد يوه جګپوړي سلاکار د رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې حکومت د سوريې پنځه کلنې جګړې ختمولو لپاره ډيپلوماټيکو هڅو ته ډېر هيله من نه دي.
دی وايي هغه هېوادونه د اوربند ملاتړي کوي چې "نه غواړي ترهګري ختمه شي او په بدل کې د هغو ياغيانو مرسته کوي چې د په شاتګ په حال کې دي".








